1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنې له طالبانو سره د ګډ کار شرايط وړاندي کړي

۱۴۰۰ شهریور ۱۲, جمعه

د اروپايي اتحادیې د بهرنيو چارو وزيران له طالبانو سره د محدود ګډ کار له پاره پر پنځوو شرطونو سره سلا شوي دي. په دغو شرطونو کې پر نورو سربيره د رسنيو د آزادۍ شرط هم شامل دی.

https://p.dw.com/p/3zt0Z
Slowenien | Treffen EU Außen- und Verteidigungsminister zu Afghanistan
انځور: Darko Bandic/AP Photo/picture alliance

په کابل کې له نويو واکمنانانو سره دا «د عملي کيدو وړ ښکيلتيا» به ګام پر ګام په داسې حال کې رامنځته کيږي چې طالبان په هيواد کې له موجودو نورو سياسي اړخونو سره يو ګډ حکومت جوړ کړي او پناه ته اړ کسانو ته له هيواده د وتلو زمينه برابره کړي.

پر دې سربیره بايد طالبان بشري حقونو ته درناوی، پر اصولو ولاړ دولت رامنځته کول او د رسنيو آزادي تضيمن کړي او همدا راز د بشري مرستو زمینه برابره او د دې ضمانت ورکړي چې افغانستان به يو ځل بيا د نړيوالو ترهګرو ډلو په مرکز نه بدليږي.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مسئول جوسپ بورېل د جمعې په ورځ په سلوانيا کې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو له وزيرانو سره تر مشورو وروسته وويل: «موږ مجبور يو په افغانستان کې له نوي حکومت سره خبرې اترې وکړو.»

اروپایی ټولنه: د طالبانو سره خبري، خو په رسمیت پیژندلو کي یې احتیاط

هغه زياته کړه چې دلته د «عملي کيدو وړ ښیکيلتيا» مطرح ده او نه په سياسي توګه په رسميت پېژندنه چې دغه ښکيلتيا چلن او کړنو ته په کتو سره ډېريدلی هم شي.

د ديپلوماتانو په حواله پر شرايطو د توافق يو اساس د دې موضوع په اړه د آلمانانو او فرانسويانو يو ګډ سند وو. د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس د پنجشنبې په ورځ لا له طالبانو سره ژمنه کړې وه چې آلمان کولی شي دمګړی کنګل کړل شوې پراختيايي مالي مرستې تر يو لړ شرائطو لاندې بيرته پېل کړي.

ماس ويلي ول: «ډېر انسانان د تړل شويو سرحدونو له کبله له افغانستان څخه نه شي وتلی.» هغه زياته کړې وه چې له همدې کبله اوس بايد له افغانستان سره مرسته وشي او په دې موخه سړی له طالبانو سره خبرو ته مجبوریږي.

ب. ص/ ن. ز (DPA)