1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ټولني - اوکراين غونډه: په جگړه ځپلي سيمه کي بحثونه

۱۴۰۱ بهمن ۱۳, پنجشنبه

د اول وار له پاره په يوه جگړه ځپلي سيمه کي د اروپايي ټولني او دغي ټولني ته کانديد هيواد ترمنځ يوه سرمشريزه ترسره کيږي. دې کارته د ملاتړ د يوه مهم سمبول په سترگه کتل کيږي.

https://p.dw.com/p/4N1iu
EU-Kommissionspräsidentin von der Leyen in Kiew
انځور: Efrem Lukatsky/AP/dpa/picture alliance

دا به د اروپايي ټولني تر ټولو مهم استازي وي چي پر اوکراين باندي د روسې د يرغل له پيل راهيسي کيف ته سفر کوي: په عين وخت کي د اروپايي ټولني ۱۶ کميساره چي په هغو کي د کمېسيون مشره اورزولا فون دير لاين او د اروپايي ټولني د خارجي چارو مسئول جوزف بوريل او همدارنگه د هغې د شورا مشر چارليز ميشل، جنگ ځپلي اوکراين ته د اورگاډي خطرناک سفر کوي.

شمالی کوریا اوکراین ته د ټانکونو لیږد «بشري جنایت» بللی

نوموړي کميساران په دغه پنجشنبه (فبرورۍ ۲مه) په کيف کي له حکومت سره د خبرو اترو له پاره سره راټوليږي. د جمعې په ورځ بيا د اوکراين په پلازمينه کي د اروپايي ټولني ـ اوکراين يوه رسمي سرمشريزه جوړيږي چي په جگړه ځپلي سيمه کي لومړنۍ سرمشريزه ده.

د (پراخي اروپا) په نوم د پروگرام مشري، ماري دومولين وويل: «دا په ښکاره ډول يو پياوړي سمبول دي.» د هغې په خبره، د کيف غونډه بايد د دې تصوير ورکړي چي »موږ هيڅ نه بيريږو چي ستاسو خواته راسو. موږ دې ته آماده يو چي ستاسو له پاره دا کار وکړو.»

د غوڼدي اجنډا څه ده؟

دومولين وويل چي، تر ټولو د مخه به د اجنډا مهمه موضوع د اروپايي ټولني له خوا پر مالي او پوځي ملاتړ باندي راوگرځي. دويچه ويله د دې خبري پخلي د اروپايي ټولني له کړۍ څخه هم کولاي سي. اروپايي ټولني او د هغې غړي هيوادونو مخکي له دې هم اوکراين ته د ۱۱ اشاريه ۵ ميليارډه په ارزښت وسلې او پوځي تجهيزات په اختيار کي ورکړي دي. علاوه پر دې به سږکال هم اروپايي ټولنه نوري ۱۸ ميليارډه يورو د مالي مرستي له پاره آماده کړي، ترڅو د کيف حکومت خلکو ته خپل معاشونه او تقاعدۍ ورکړای سي او عامه تاسيسات لکه روغتونونه فعال وساتلاي سي.

Ukraine Soledar, Umgebung | Raktenwerfer, ukrainisches Militär
اوکرایینی عسکر د دافع هوا توغنیدو د تمرین پر مهالانځور: Arman Soldin/AFP

دومولين وويل: «ښايي د دغي سرمشريزي په ترڅ کي د اوکراين د بيارغوني په هکله هم خبري اتري ترسره سي.»د هغې په خبره اروپايي ټولني له جي ۷ صنعتي هيوادونو سره پخوا لا په دې پيل کړي چي تاسيسات له سره ورغوي، ترڅو شخصي او عامه تمويل کوونکي سره همږغي کړي او د بيا رغوني پروسه گړندي کړي. دا چي د کيف په غونډه کي به مشخص نتايج ترلاسه سي او که نه، په دې هکله د خارجه چارو دغه کارپوهه د لويو گامونو تمه نه لري.

په کيف کي څو دندي

له بلي خوا بيا په بروکسل کي د  Carnegie Europeفکري بڼسټ مشري له دويچه ويلي سره په مرکه کي پر دې قانع ده چي دغه ناسته به يوازي سمبوليک شکل و نه لري. هغه دا دليل راوړي چي دواړي خواوي مشخصو اهدافو ته اړتيا لري.

اروپايي ټولنه له پخوا راهيسي د اوکراين د ملاتړ په برخه کي ډير مخ ته تللي او په کيف کي حکومت په بيا بيا پر بروکسل باندي فشار راولي چي لا نور څه هم ترسره کړي.

له هنګري د کیف شکایت چې اوکراین ېې افغانستان سره پرتله کړی

بالفور وويل: »هغه څه چي پخوا د شرقي اروپا په وړاندي د اروپا سياست مبهم وو، اوس په يوه روښانه دريځ بدل سوی، يعني دا چي: اوکراين د اروپا يوه برخه ده او قصد لري چي اروپايي ټولني ته شامل سي. اوکراين د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ مياشتي پر ۱۴ د روسيې تر يرغل وروسته، په اروپايي ټولنه کي د شامليدو له پاره عريضه وړاندي کړه او د ۲۰۲۲م کال په جون کي يې د کانديديو موقف ترلاسه کړ.

بالفور واضح کړه چي «اوکراين «څومره ژر او په اساسي ډول»د يوه کانديد هيواد په توگه خپله پروسه گړندي کړې ده. هغې وويل: »د اوکراين حکومت واقعاً د دې توانايي لري چي دوې دندي په عين وخت کي سرته ورسوي. هغه جگړه پرمخ بيايي او همدارنگه د سياسي ريفورم په برخه کي داسي پلان لري چي اروپايي ټولني ته د شامليدو له پاره ضروري دي.»

دغه سرمشريزه به څه ترلاسه کړي؟

د اروپايي ټولني دوو لوړپوړو چارواکو، دويچه ويلي ته د دې خبري پخلي وکړ چي په کيف کي دغه سرمشريزه بايد دغه هڅي په رسميت وپيژني او اوکراين دې ته وهڅوي چي ريفورمونو ته ادامه ورکړي. د دې تمه کيږي چي په کيف کي به د ولسمشر ولوديمير زيلنسکي له خوا د سولې پر لس ماده يې پلان بحثونه وسي او همدارنگه د دې مفکوره هم سته چي څه ډول د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين او د هغه د نيژدو کسانو له پاره يوه ځانگړې محکمه رامنځته سي.

اوکراين ته د جنګي جټ الوتکو د ورکړې پر سر بحث پېل شوی

لکه څنگه چي د اروپايي ټولني استازو هم ورباندي ټينگار کړی، د اوکراين حکومت بايد اروپايي ټولني ته د ژرترژره  شامليدو لويه تمه و نه لري. سياسي کتونکې بالفور له دې خبري سره موافق دي. کيف ته پيغام بايد داوي چي له اوکراين څخه د اروپايي ټولني له خوا بشپړ ملاتړ کيږي خو دغي ټولني ته د داخليدو پروسه لا وخت ته اړتيا لري.

آيا په اروپايي ټولنه کي د غړيتوب پروسه به گړندۍ سي؟

بالفور د اوکراين له صدراعظم دينيس شميحال سره خپلي وروستۍ مرکې ته اشاره کوي چي په هغه کي يې د دوو کلونو په ترڅ کي، اروپايي ټولني ته د داخليدو له ننگوني ډکي طرحي څخه خبره کړې وه. بالفور وايي چي اروپايي ټولني ته د داخليدو په اړه به هيڅ ډول گړندۍ پروسه رامنځته نه سي. خو دا خبره مهمه ده چي دغه هيواد دې ته وهڅول سي چي خپلو ريفورمونو ته ادامه او له مشکلاتو سره مقابله وکړي.

5. Deutsch-Ukrainisches Wirtschaftsforum Rebuild Ukraine
د اوکراين صدراعظم دينيس شميحالانځور: Marco Steinbrenner/Kirchner-Medi/picture alliance

د بالفور له پاره په اوکراين کي اداري فساد يوه لويه ستونزه ده چي دا خبره د اروپايي سياست په اجنډا کي مهم ځای لري. په تيره بيا چي ډېر ژر به مالي مرستي تنظيم سي، تر څو د دغه هيواد بيا رغونه پيل سي.

اروپايي کمېسيون څه وخت مخکي لا په اوکراين کي د ريفورمونو ستاينه کړې وه. خو ځيني نور غړي هيوادونه بيا په دې هکله شک لري چي په کومو برخو کي واقعي پرمختگونه رامنځته سوي دي.

GP/NZ/DW.Online