1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ا. کميسيون: د اوکراين جګړه به د بېساري انفلاسيون لامل سي

۱۴۰۱ تیر ۲۴, جمعه

د اروپايي اتحاديې کميسيون اټکل کوي چې د روسيې لخوا د اوکراين اشغال به د يورو پولي واحد په ساحه کې «تاريخي جګ انفلاسيون» رامنځته کړي. اټکل کيږي چې د انفلاسيون کچه به ۷،۶ فيصدو ته پورته سي.

https://p.dw.com/p/4ECsR
Estland Inflation Symbolbild
انځور: Aero Vabamägi/Scanpix/IMAGO

انفلاسيون یا د پيسو ارزښت کمېدنه او د اړتيا د توکو د قيمتونو د جګېدو معنی ورکوي. د هغه راهيسي چې روسيې د روان عيسوي کال په فبرورۍ مياشت کې پر اوکراين نظامي بريد پېل کړی دی، په اروپايي اتحاديه کې له سون توکو څخه نيولې بيا تر خوراکي توکو پورې د ورځني ژوند د اړينو توکو قيمتونه جګ سوي دي.

اوس د اروپايي اتحاديې کميسيون د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ عيسوي کلونو په هکله ويلي دي، چې ښايي په دغه ساحه کې د اقتصادي پرمختګ اندازه تر هغه کمه وي لکه چې مخکي يې اټکل کړی ؤ. ياد کميسيون د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جولای ۱۴ نېټه) په اروپايي اتحاديه کې د اقتصادي پرمختګ په تړاو د اټکل راپور خپور کړ. په دغه راپور کې راغلي دي چې د يورو پولي واحد په ساحه کې به ښايي د پيسو د ارزښت کمېدنه يا انفلاسيون و ۷،۶ سلنې او په دې توګه «تاريخي هسکوالي» ته پورته سي. دا هم په داسې حال کې ده چي يوه مياشت مخکې د روان عيسوي کال لپاره د انفلاسيون شرحه ۶،۱ سلنه اټکل سوې وه.

د اروپايي اتحاديې مرستيال مشر ولاديس دومبروفسکيس ويلي دي: «د اوکراين پر ضد د روسيې جګړې د اروپا او زموږ پر اقتصاد تر سيوري لاندې راوستلو ته ادامه ورکړېده.«

د اوکراين جګړه په داسې حال کې په اروپا کې د خوراکي توکو او د انرژۍ د قيمتونو د جګېدلو لامل سوې ده چې هيوادونه د لګېدلو بنديزونو له کبله د رامنځته سوو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. دغه ستونزې په زياته د بنيادي جوړښتونو يا انفراسټرکچر کې د اخلال سره مل دي.
اروپايي اتحاديې په خپله اعلاميه کې ويلي دي: «د اقتصادي فعاليتونو او انفلاسيون په هکله د اټکل څرنګولای په لويه اندازه په دې پورې مربوط دی چې جګړه او په زياته و اروپا ته د ګازو د رسولو موضوع څنګه پرمخ ځي.«

اقتصادي وده ورو سوې ده

اروپايي اتحاديې په دغه ساحه کې د اقتصادي ودې په تړاو خپل اټکل د لاندې پر لور تعديل کړی دی. اټکل سوی دی چې پر اوکراين د روسيې د بريد له کبله به د يورو پولي واحد په ساحه کې اقتصادي وده تر هغه په کم سرعت پر مخ ولاړه سي، لکه چي مخکي يې اټکل سوی ؤ.

په داسې حال کې چې د روان مېلادي کال په مې مياشت کې لا په يورو ساحه کې د ودې شرحه د ناخالص کورني توليد ۲،۷ سلنه اټکل سوې وه، اوس دغه اټکل و ۲،۶سلنې ته راټيټ کړل سوی دی.

مخکي د ۲۰۲۳ کال لپاره د ۲،۳ سلنې اقتصادي ودې اټکل سوی ؤ. خو په تازه راپور کې دغه اټکل و ۱،۴ سلنې ته راټيټ کړل سوی دی.

د اقتصادي چارو له پاره د اروپايي اتحاديې کميسار پاولو جينتلوني د پنجشنبې په ورځ په يو کانفرانس کې وويل: «د جګړې راتلونکی او د ګاز د لېږد د اتکأ څرنګولای نامعلوم دی. له دې کبله اټکلونه د بې اطمنانۍ او د ځوړ د ګواښونو سره مل دي.«

د اقتصادي رکود اټکل نه کيږي

که څه چې اټکل سوی دی چې د يورو پولي واحد په ساحه کې به اقتصادي وده کمه وي، خو دا چې منفي ته به داخله سي او رکود به رامنځته سي، د دې اټکل او انتظار نه کيږي.

اروپايي چارواکو ويلي دي چې که څه هم چې يورو پويل واحد د ډالر په مقابله کې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی، خو د نورو مهمو پيسو لکه بريتانوي پاونډ او جاپاني ين په مقابله کې يې خپل ارزښت ساتلی دی.

يو بل ګواښ دا اټکل کيږي چې د قيمتونو د جګېدلو له کبله به د صارفينو تر منځ استهلاک کم سي. جنتيلوني ويلي دي چې د «يو سېلاب امکان سته دی، خو موږ لا هلته نه يو رسېدلي.«

آ./ا.ا./س.ر.