1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانیا او اروپایي اتحادیه پر تجارتي تړون موافقې ته ورسیدل

۱۳۹۹ دی ۵, جمعه

د بريتانيا او اروپايي اتحاديې ترمنځ تر اوږدو مذاکراتو وروسته د بریګزیټ پر تجارتي تړون موافقه رامنځته شوه. د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل دا یوه تاریخي موافقه بللې ده.

https://p.dw.com/p/3nCz4
EU PK Brexit-Verhandlungen | Michel Barnier und Ursula von der Leyen
انځور: Francisco Seco/REUTERS

د اروپایي اتحادیې کمېسیون مشرې مېرمن اورزولا فون دیرلاین د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د دسمبر میاشتې۲۴ نیټه) د بریتانیا او اروپایي اتحادیې ترمنځ ترلاسه شوې موافقه وستایله او ترڅنګ یې وویل چې دا موافقه وروسته له اوږدو خبرو اترو څخه د دواړو خواو په توافق رامنځته شوې ده. فن دیرلاین ترلاسه شوې نتیجه «ښه، منصفانه او متعادله» وبلله.

اروپایي اتحادیي او بریتانيا د ۲۰۲۰م کال تر ۳۱ نیټې پورې یعنې یوه اونۍ نور وخت درلود چې د بریګزیټ یا له اروپایي اتحادیي څخه د بریتانيا د وتلو په اړه موافقې ته ورسیږي. له اروپایي اتحادیي څخه د بریتانيا وتل به اوس د موافقتنامې پر اساس ترسره کیږي.

د بریتانيا لومړي وزیر بورس جانسن، وویل چې هیواد یي د خپل برخلیک کنترول ترلاسه کړ او بریتانوي شرکتونه دا امکان لري چې له اروپایي اتحادیي سره لا زیاته همکاري وکړي.

د موافقې په اړه د آلمان غبرګون

له بریتانيا سره د اروپايي اتحادیي موافقه په داسې وخت کې رامنځته کیږي چې آلمان د دغې اتحادیي مشري کوي.

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل له دې موافقې څخه د هرکلي ترڅنګ وویل چې د دسمبر میاشتې پر ۲۸ نیټه به د کابینې له ټولو غړو سره د دې موافقتنامې پر متن خبرې وکړي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي دي چې د دې موافقتنامې مسوده باید په دقیق ډول مطالعه شي، ځکه د دغې اتحادیي ۲۷ غړي هیوادونه او د اروپا پارلمان باید دغه موافقتنامه تائیده کړي.

د بریتانيا پارلمان هم د استازو او سنا مجلس له غړو وغوښتل چې د دسمبر میاشتې پر ۳۰ نیټه د بریګزیټ موافقې ته د رای ورکونې په موخه یوه غونډه وکړي.

د موافقتنامې ځينې ګټې

د اروپایي اتحادیې د مذاکره کوونکي ډلې مشر میشل بارنیه، په دې اړه وویل چې دغه موافقتنامه د اروپایي اتحادیي د اقلیمي ستندردونو سره په مطابقت کې ده. د دې سوداګریزې موافقتنامې پر اساس به پر تجارتي توکو تعرفه نه وضع کیږي او د قضايي بنسټونو او پولیسو ترمنځ به نږدې همکاري ادامه پيدا کړي.

د دې موافقې یو له اصلي موانعو څخه د کب نیونې د سمندري حریم قوانین ول چې اوس دواړه اړخونه پرې سلا شوي دي.

بریتانیا د ۲۰۲۰م کال په اوایلو کې اروپایي اتحادیه پریښودله. د روان کال تر پایه پورې به یوه انتقالي پیش بیني شوې مرحله او ټول پخواني قراردادونه پر خپل قوت باقي پاتې وي.

په هغه صورت کې چې که د روان ۲۰۲۰م کال تر پایه پورې د یوې سوداګریزې بستې په هکله موافقه نه وای رامنځته شوې، لوړو ګمرګي تعرفو او نورو سوداګریزو خنډونو به د دواړو خواو پر اړیکو ناوړه اغیزې کړي وای.