1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اختراع شوې مرکه، مصنوعي ځيرکتيا او د آلمانۍ مجلې افتضاح

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲, شنبه

ميشايل شوماخر د فورمل يو سياليو تکراري نړيوال اتل پاته شوی دی. د هغه سره د يوې اختراع شوې مرکې خپرېدنې په آلمان کې بحثونه راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/4QRDN
Deutschland Essen | Gebäude Funke Mediengruppe
د آلمان په ايسن ښار کې د فونکه رسنيزي ډلې مقرانځور: Revierfoto/IMAGO

د آلمان د «ډي اکټويله» په نوم مجلې مسئوله مديره له خپلې دندې څخه ليري کړل شوې ده. دا د هغه وروسته چې د «فونکه» په نوم رسنيزي ډلې په ياده مجله کې د ميشايل شوماخر يوه داسي مرکه خپره شوه چې اختراع کړل شوې وه. يعني هغه له سره دا ډول يوه مرکه د يادې مجلې د همکارانو سره نه وه کړې.

له کار څخه ليري کړل شوې مسئوله مديره، انه هوفمن د ۲۰۰۹ کال راهيسي د يادې مجلې ژورنالسيتکه مسئوله مشره وه. د فونکه رسنيزي ډلې ويلي دي چې هوفمن يې په فوري توګه له کار ليري کړې ده. يادې ډلې د جمعې ورځي (د ۲۰۲۳ کال د اپريل ۲۱ نېټه) په ماښام د آلمان په ايسن ښار کې ياد معلومات ورکړل.

دغه هم ولولئ:  آیا شتمن کسان تر نورو «ځیرک» دي؟

فونکه رسنيزې ډلې ويلي دي چې په ياده مجله کې د ميشايل شوماخر سره يوه داسي مرکه خپره شوې وه چې هغه حقيقي نه وه. د دغې ډلې په وينا ياده مرکه د «ډي اکټويله» مجلې د کاري ډلې له خوا د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته جوړه شوې وه خو په کافي اندازه يې داسي نه وه په نخښه کړې چې معلومه شي چې دا اصلي مرکه نه ده.

Formel 1 | Michael Schuhmacher 2006
ميشايل شوماخر په سپورټ کې له حادثې وروسته سخت ژوبل شوی وانځور: Clive Rose/Getty Images

يادې رسنيزي ډلې د مصنوعي مرکې خپرول «بې خونده» عمل بللی او ويلي يې دي چې دغه مرکه بايد چې هيڅکله هم نه وای خپره شوې. زياته شوې: «دا ډول عمل په هيڅ صورت د هغو معيارونو استازيتوب نه کوي چې لوستونکې يې د فونکه رسنيزي ډلې له مطبوعې څخه توقع کوي.» دا څرګندونې د يادي رسنيزې ډلې د مشرې بيانکا پوهلمن لخوا شوي دي.

ميشايل شوماخر چې د فورملا وَن سياليو څو ځله نړيوال اتل پاته شوی دی په ۲۰۱۳ کال د سکي پر وخت د يوې سختې حادثې سره د مخامخ کېدو راهيسي له عامه محضر څخه ليري په ګوشه نشينۍ کې ژوند کوي. د هغه د روغتيايي وضعيت په هکله ډېر کم معلومات شته. د هغه کورنۍ څو ځله تر مخه د رسنيو د راپورونو پر ضد حقوقي دعواوي کړي دي، په کومو کښې چې د دغه کس محرم شخصي حقونه نقض شوي ول.

آ./ا.ا./ن.ص.