1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زيمنس انرژي شرکت له افغانستان سره د همکارۍ تړون وکړ

۱۳۹۹ آبان ۲۶, دوشنبه

د زيمنس انرژي شرکت به په افغانستان کې برېښنا ته د لاس رسي په برخه کې همکاري وکړي. په دې موخه دغه شرکت د افغانستان له دولت سره يو تړون لاسليک کړ.

https://p.dw.com/p/3lMne
Siemens Jahresabschluss Pressekonferenz 6.11.
انځور: Reuters/Hannibal/Files

د زيمنس شرکت د دوشنبې په ورځ (د نومبر ۱۶ مه) وويل چې د افغانستان له دولت سره یې برېښنا ته د لاس رسي په برخه کې يوه توافقنامه لاسليک کړې ده. زياته شوې چې دا تړون څو پړاونه لري چې د نوی کيدونکو منابعو څخه د برېښنا د توليد د کارونو مخته وړل هم پکې شامل دي.

د زيمنس انرژي شرکت او افغانستان د ماليې وزارت، د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې او د افغانستان د برېښنا شرکت د تفاهم دا تړون د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې لاسليک شوی دی.

ولسمشر غني په دې ترڅ کې وويل: «موږ به داسې يو افغانستان جوړ کړو چې وگړي یې د ډاډ وړ انرژۍ څخه گټه واخيستلای شي.»

هغه زياته کړې ده چې «د زيمنس شرکت له تجربو سره به افغانستان د خپل ستراتیژيک موقعيت او انرژۍ د توليد او انتقال د لوړ ظرفيت له لارې د جنوبي آسيا د انرژۍ مرکز وگرځوي».

افغانستان دمگړۍ له گاونډيو هيوادونو ازبکستان، ترکمنستان او ايران څخه د خپلې اړتيا ستره برخه انرژي واردوي. د هيواد د نورو برخو په څېر په کابل کې هم د برېښنا د نشتوالي ستونزه شته.

همدا راز د برېښنا مزي تل د وسله والو له خوا د بريدونو هدف گرځي. تاجکستان هم په جولای میاشت کې افغانستان ته د بريښنا خپل صادرات درولي ول.

دمگړۍ د افغانستان کابو يوازې يو پر دريمه برخه وگړي برېښنا ته لاس رسی لري.

ب. ص/ ن.ز (dpa)

زموږ له آرشيف څخه: