1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مارچ اتمه او د افغان ميرمنو د حقونو په اړه انديښنې

۱۳۹۹ اسفند ۱۸, دوشنبه

د ښځو د حقونو نامتو فعاله سيما سمر له  تيرو ۴۰ کلونو راهيسې په افغانستان کې د ښځو د حقونو له پاره مبارزه کوي. هغه په دې باور ده چې لا هم د کوم څه له پاره چې هغه مبارزه کوي رسيدل ورته ډيره لرې خبره ده.

https://p.dw.com/p/3qL2g
Dr. Sima Samar
انځور: DW/Hussain Sirat

له کابل څخه د اسوشتيد پريس خبري آژانس د رپوټ په حواله، افغان فعاله سیما سمر انديښنه ښيي چې د ښځو د حقونو ترلاسه کول چې هغه له تيرو څلويښتو کلونو راهیسې ورته مبارزه کوي، تر اوسه لانه ډېره اوږده لار پاته ده. په ځانګړې توگه په افغانستان کې موجود تاوتريخوالي، د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات، او په می مياشت کې د امريکايي ځواکونو وتلو ته په کتو دغه اندیښنې لا ډیرې شوي دي. 

۶۴ کلنه سمر د راتلونکې له پاره انديښمنه ده او وايي چې په افغانستان کې تاوتريخوالی، ناامني او بې ثباتي خپل تر ټولو بيرونکي حالت ته رسيدلې ده. هغه وايي: «هيڅوک نه پوهيږي چې څه به کيږي.»

سیما سمر دغه خبرې په کابل کې په خپل کور کې په ېوي مرکې کړي دي. د هغې پر کور سيمټي ديوالونه راچاپير دي. هغه د خپل کور د امنيت له پاره د ساتونکو تر څنګ یو آلمانی تعلیمي سپي هم لري.

د شلو کلونو لاسته راړونې او شته انديښنې

Iran - Atomabkommen | US-Staatssekretär Antony Blinken
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن - دغه امريکا خارجه وزارت شپږ افغان میرمنو ته د زړورتيا جایزې ورکوي انځور: Saul Loeb/AFP/Getty Images

د ښځو د حقونو دغه افغان فعاله وايي سربيره پر دې چې «په تيرو شلو کلونو کې ډيره فداکاري شوي،» خو اوس چې د امریکايي ځواکونو د وتلو خبره کيږې دغې مسئلې په مدني ټولنو کې انديښنو رامنځ ته کړي دي.

امريکا له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې پوځي حضور لري. د امریکا او طالبانو ترمنځ تيرکال يو تړون لاسليک شوی. په دغه تړون کې امريکا ژمنه کړې ده چې د ۲۰۲۱م کال تر می مياشتې پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. خو اوس د امریکا نوی حکومت پر دغه تړون له سره کتنه کوي او احتمال يې شته چې د ځواکونو د وتلو موده وغځول شي.

تیره اوونۍ سیما سمر او د مدني ټولنې نورو استازو، د افغان سولې له پاره د امریکا متحده ايالاتو د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره د يوه ويډيويي کنفرانس له لارې خبرې وکړي.

افغان مېرمنو ته د امریکا ډاډګيرنه

خليلزاد دوی ته ډاډ ورکړ چې واشنګتن له افغانستان سره ولاړ دی تر څو د مدني ټولنې په برخه کې د تيرو شلو کلونو لاسته راوړونو حفاظت يې کړی وي.

خليلزاد تیره اونۍ په کابل کې د افغان ولسمشر په ګډون له نورو مطرح سیاسي مشرانو سره هم وليدل او بیا د طالبانو له مرکچي پلاوي او سیاسي مشرانو سره د مخامخ خبرو اترو له پاره قطر ته ولاړ.

Malala Maiwand
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کميسيون وايي چې تیرکال په افغانستان کې ۶۵ ښځې وژل شوي او ۹۵ نورې ټپيانې شوي ديانځور: Rat der Friedensgespräche Afghanistan

میرمن سمر دغو حالاتو ته په کتو وايي: «زه داسې فکر کوم لکه کیسه چې يو ځل بیا تکراريږي.»

کله چې د امريکا متحده ايالاتو په مشرۍ پوځي ايتلاف په ۲۰۰۱م کال کې په افغانستان کې د طالبانو رژيم له منځه يووړ، سیما سمر د عدالت غوښتنې غږ پورته کړ او ويې ويل چې هغه افراد چې په تيرو مختلفو رژیمونو کې د جنايتونو مرتک ګرځيدلي دي مجازات او پر ټولو باندې په مساويانه توګه عدالت پلې کولو ته دې لومړيتوب ورکړل شي.

سيما سمر ته د خپلې مبارزه په لار کې د مرګ ګواښونه هم شوي دي. سیما سمر وايي: «زه نه وایم چې هر څوک دې زندان ته واچول شي، جنایت جنایت دی.«

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کميسيون وايي چې تیرکال د هدفي وژنو ارقام درې برابره لوړ شوي دي. د دغه کمېسيونو ویاند، ذبیح الله فرهنګ وايي چې په ۲۰۲۰م کال کې ۶۵ ښځې وژل شوي او ۹۵ نورې ټپيانې شوي دي. په دې منځ کې يوه وسله واله حمله په کابل کې پر يو ولادي او نسايي روغتون او دوې حملې پر رونيزو مرکزونو شوي چې ۵۰ کسان پکې وژل شوي ول.

افغان ښځو ته د زړورو ښځو جایزې

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت، د مارچ اتمه، د ښځې نړيوالې ورځې په مناسبت د نړۍ زړورو ښځو ته جایزې ورکوي چې په دغه لیست کې شپږ افغان میرمنې هم شاملي دي. دغه شپږ میرمنې د هغو افغان میرمنو له ډلې څخه دي چې تيرکال وژل شوي دي.

Afghanistan Frauen Demo
سيما سمر له تيرو ۴۰ کلونو راهيسې په افغانستان کې د ښځو د حقونو له پاره مبارزه کويانځور: DW/H.Sirat

د امریکا د بهرنيو چارو وزير، انتوني بلینکن د جایزه د ورکړي تر مراسمو مخکي ويلي دي: «په افغانستان کې دغه هدفي وژنې د انديښنې وړ دي او د امریکا متحده ایالات دغه تاوتریخوالی غندي.»

بلينکن په عین وخت کې د سولې مذاکراتو د چټکيدو له پاره د ځینو ګامونو وړانديز هم کړی دی. دغه مطلب په هغه ليک کې چې بلینکن د افغانستان ولسمشر، اشرف غني ته استولی ذکر شوی دی.

«د تبعیض لمن لا هم پراخه ده.»

سیما سمر وايي چې په افغانستان کې لا هم د جنسیت او مذهب پر اساس تبعیض پراخ دی. د بیلګې په توګه په وروستیو کلونو کې د اکثرو هغو بریدونو مسؤليت داعش منلی چې د افغانستان پر شیعه مذهبه مسلمانانو باندې شوي دي.

سیما سمر وايي چې اوس مهال لږ ترلږه په افغانستان کې د بشر حقونه، د ښځو او لږکيو حقونه باندې بحث کيږي: «موږ لږ تر لږه د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالو باندې خبرې کوو، په داسې حال کې چې دا پخوا په افغانستان کې د بحث موضوع نه وه، البته پرته د ځینو لیونيو کسانو لکه زه.»

ا/م.ک.ص./ن.ز.