انځوریز رپوټ: د مومیایي شوو فرعونیانو د جسدونو د انتقال مجلل مراسم
د لرغوني مصر د ۱۸ پادشاهانو او ۴ ملکو مومیایي شوي جسدونه په ډیرو شاندارو مراسمو په تحریر میدان کې د مصر له موزیم څخه د مصر ملي تمدن موزیم ته انتقال شول. دغه مراسم د فرعونیه «طلایي رسم ګذشت» تر نامه لاندې ترسره شول.
د مصر پلازمېنه قاهره د شنبې په ماښام (د اپریل ۴) د «فرعونیانو د طلایي رسم ګذشت» شاهده وه. په دغو شاندارو مراسمو کې ۲۲ مومیایې شوي اجساد (۱۸ پادشاهان او ۴ ملکې) د مصر د نئوکلاسیک موزیم څخه نوي نندارتون ته چې د پخواني ځای په پنځه کیلومترۍ کې قرار لري انتقال شول.
دغه مومیایي اجساد تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې په داسې شکل چې د پادشاهۍ له شان او شوکت سره مناسب وو، د مصر د ملي تمدن نوي موزیم ته انتقال شول. ویل کیږي چې پر دغو مجللو مراسمو څو میلیونه ډالره لګښت راغلی دی.
هر مومیایي په ځانګړي ډکراسیون يا سينګار درلودونکي نقلیه وسیلې کې لیږدول کیده. د بهتره ساتنې په موخه مومیایي شوي اجساد د لیږدول کیدو پر مهال په نایتروجن لرونکو ځانګړو جعبو یا بکسونو کې ځای پرځای شوي وو.
دغه کاروان د ارابه یا ټایرونو درلودونکو لرغونو ګاډیو یا ټانګو په وسیله بدرقه کیده.
یو بل انځور چې د لرغوني مصر په ځانګړو لباسونو او توکو سره یې دغه کاروان بدرقه کولو.
د هغې انتقالونکي وسیلې یوه بیلګه چې لومړی آمنحوتپ یا لومړی آمنوفیس په کې انتقالیده. نوموړی د لرغوني مصریانو د اتلسم نسب دویم فرعون وو، چې له میلاد مخکې (قبل المیلاد) په ۱۵۰۶ څخه تر ۱۵۲۶ کلونو کې یې واکمني کوله.
مصر د کرونا وبا د خپریدو پر مهال پر کووید ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو د ډیر لوړ شمیر شاهد وو. خو د وخت په تیریدو او د دغه ویروس له امله د مړينې او مبتلایانو د شمیر د کمیدو په پایله کې په آزاده فضاء کې پر غونډو او اجتماعاتو محدودیتونه لغوه شول. په دغه «د فرعونیانو طلایي رسم ګذشت» کې د نظام د پیاده افرادو د صف بندۍ یو انځور.
د شنبې ورځې د پریډ یو له په زړه پورو نندارو څخه د «نوي پادشاهۍ د دورې» تر ټولو مشهور فرعون، دویم رامسس پادشاه وو چې ۶۷ کاله يې واکمني وکړه. نوموړی همدارنګه د سولې د لومړي تړون د لاسلیک کولو له امله مشهور دی. ډیري هغه د لرغوني مصر د تاریخ تر ټولو ځواکمن فرعون بولي.
سیاحت د مصر د عایداتو یو له مهمو سرچینو څخه ګڼل کیږي. مصري چارواکي هیله لري چې نوی موزیم به د سیاحت سکتور په بیا را ژوندي کولو کې مرسته وکړي. د مصر د تمدن په نوي جوړ شوي موزیم کې د یونسکو سازمان په همکارۍ د لرغوني مصر ۵۰ زره آثار راټول شوي دي. د دې موزیم د مومیایې شویو اجسادو د تالار دروازې به د ۲۰۲۱م کال د اپریل له ۱۸ نیټې څخه د سیلانیانو پر مخ پرانیستې وي.