1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هالند د پاکستان له لارې په سونو افغانان راباسي

۱۴۰۰ اسفند ۵, پنجشنبه

هالند په دې وروستیو کې په سونو افغانان له افغانستان څخه پاکستان ته انتقال کړي دي. زياته شوې چې په دغو کسانو کې سيمه ایز همکاران او د غير دولتي موسسو کارکوونکي شامل دي.

https://p.dw.com/p/47VZI
Afghanistan Flughafen Kabul | Flugzeug PIA
آرشيف انځورانځور: KARIM SAHIB/AFP/Getty Images

د هالند د بهرنيو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ ويلي دي چې دغه ۲۹۴ افغانان به ډېر ژر په هالند کې په نظر کې نيولو شویو ځایونو ته انتقال شي.

زياته شوې ده چې په دې ډله کې ژباړونکي، د غير دولتي موسسې کارکوونکي او نور هغه کسان شامل دي چې په جګړه ځپلې افغانستان کې یې د هالند د پوځي ماموريت پر وخت مرسته کړې وه.

په دنهاک کې د وزارت له خوا په جاري کړل شوې يوه اعلاميه کې ويل چې د پورته ذکر شويو کسانو کورنيو ته هم تر ډېرو ديپلوماتیکي هلو ځلو وروسته د افغانستان او پاکستان له سرحد څخه د تېريدو اجازه ورکړل شوې وه.

زياته شوې ده چې په دغه ډله کې داسې «کسان او کورنۍ شاملې وې چې ټولو د سفر اسناد نه درلودل.»

د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل شوي: «پاکستاني چارواکي د دې ځانګړې ډلې له پاره پر استثناء قايل شوي او هغوی ته یې د دغه هيواد له لارې هالند ته د سفر اجازه ورکړې ده.»

د «ان او سي» خبري شبکې د رپوټ په حواله دغه کسان دمګړۍ د هالند د حکومت له خوا په اسلام آباد کې په هوټلونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د وزارت له خوا زياته شوې لومړۍ ۳۵ کسیزه ډله چې په جنورۍ مياشت کې ورته پاکستان ته تللو اجازه ورکړل شوې وه، د جمعې په ورځ په يوه چارتر الوتکه کې د جرمني د هانور ښار له لارې هالند ته ورسېدله.

هالند په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د تخلیې د بهير په لومړيو ورځو کې ۱۵۰۰ کسان چې هالندي اتباع او تر خطر لاندې افغانان پکې شامل ول، له افغانستانه را وايستل.

د حکومتي معلوماتو په حواله ډېر افغانان چې ۲۲ ژباړونکي هم پکې شامل ول، پاتې شول په داسې حال کې چې د پارلمان غړيو او په کابل کې ديپلوماتانو یې څو میاشتې مخکې د ايستلو غوښتنه کوله.

د هالنډ د بهرنيو چارو وزيره د افغانستان لانجې له کبله له دندې ګوښه شوه

له افغانستانه د ګډوډۍ سره د مل تخلیې بهير له کبله په هالند کې دوه وزيران له دندو څخه ګوښه کیدو ته مجبور شول.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي: «د هالند حکومت [د خلکو د راايستلو له پاره] د حل لارو لټولو ته دوام ورکوي او په عين حال کې خلکو ته هم لارښوونه کوي چې د امکان په صورت کې پاسپورت ترلاسه کولو ته مراجعه وکړي.»

ب. ص/ ن. ز (AFP)