1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا طالبان په ټاکنو کې د ولسمشر ټرمپ له ماتې اندېښنه لري؟

۱۳۹۹ مهر ۲۰, یکشنبه

طالبانو د سي بي اس خبري شبکې هغه رپوټ رد کړی چې ګواکې دا ډله د امریکا په ټاکنو کي د ډونالډ ټرمپ بریا ته هیله منه ده. خو په ټاکنو کې د ولسمشر ټرمپ احتمالي ماته طالبانو ته څه لري؟

https://p.dw.com/p/3jlDo
Doha  Intra Afghan Dialogue Afghanistan Konferenz
انځور: AFP/K. Jaafar

د سی بی ایس نیوز امریکايي رسنۍ د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله خبر ورکړی چې ګواکې طالبان د امریکا په ټاکنو کې د ولسمشر ټرمپ بریا ته هیله من دي.

په خبر کې ددې هیله مندي ستر لامل دا ښودل شوی چې نوموړی له افغانستانه د امریکايي سرتیرو وتل غواړي.

ان په رپوټ دا هم ویل شوي چې طالبان پر کرونا د ولسمشر ټرمپ د اخته کېدو له امله هم اندېښمن دي.

هاخوا ولسمشر ټرمپ تازه اعلان کړی چې له کرونا روغ شوی او ژر به ټاکنیزو سیالیو ته ورودانګي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د CBS دغه رپوټ رد کړی دی.

نوموړي پر خپله ټویټرپاڼه یواځې همدومره لیکلي چې:

«سي بي اس (CBS) امریکايي رسنۍ زما خبرې ناسمې تعبیر کړي او نشر کړي دي.»

مجاهد زیاته کړې هغه څه چې سی بی ایس خپاره کړي هغسې کومه خبره نه ده ورته شوې.

خو پوښتنه داده چې ایا طالبان په ټاکنو کې د ولسمشر ټرمپ له ماتې اندېښمن دي؟

د نړېوالو اړیکو شنونکي نصرت الله حقپال دویچه ویله ته وویل، له شک پرته چې طالبان ددې ډلې پر وړاندې د ولسمشر ټرمپ نرمښت د ځان په ګټه بولي.

ده زیاته کړه:«زه فکر کوم د ډونالډ ټرمپ له ماتې طالبان اندېښنه لري، دا څه پټه خبره نه ده، طالبان فکر کوي چې که ټرمپ د امریکا په ټاکنو کې بیا هم ګټونکی شي نو د دوی راتلونکی سیاسي عمر او سیاسي قدرت به پیاوړی کوي.»

USA Washington Weißes Haus | Donald Trump, Präsident
د امريکا ولسمشر دونالد ترمپانځور: Tom Brenner/Reuters

د ښاغلي حقپال پروینا ټرمپ طالبانو ته په کافي اندازه امتیازونه ورکړي او ان په ځینو امتیازونو د پردې ترشا هم د طالبانو او ټرامپ ادارې ترمنځ هوکړه شوې ده.

حقپال وايي، د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو د ټرمپ ډیر ټینګار هم طالبان نوموړي ته لېواله کړي او اندېښنه یې داده چې که په ټاکنو کې ټرمپ ماتیږي، نو د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه هم له یوه ناڅرګند برخلیک سره مخ کېدای شي.

خو د پوهنتون استاد ذاکر جلالي بیا پر دې باور نه دی چې طالبانو لپاره دې د امریکا ټاکنې مهمې وي.

ده دویچه ویله ته وویل:«زه فکر کوم چې طالبان د امریکا ټاکنو کې د ټرمپ له بریا او یا هم نه بریا ډيره ویره او یا ډیره هیله مندي نه لري.»

د پوهنتون ددغه استاد پروینا د امریکا د ټاکنو بل نوماند جوبایډن هم خپلو ټاکنیزو سیالیو کې د افغان جګړې پر ختمولو ټینګار کړی.

ایا د افغان سولې بهیر، د امریکا ټاکنو ته په تمه دی؟

هاخوا قطر پلازمینه دوحه کې د څه باندې درې اونیو په تېرېدو سره هم د طالبانو او افغان حکومت پلاوو ترمنځ په رسمي توګه خبرې نه دي پيل شوي.

وروستي رپوټونه وايي چې هلته د اختلاف مهم ټکی دادی چې بین الافغاني خبرې دې پر کوم بنسټ پرمخ ولاړې شي؟

Katar Doha | Afghanistan Friedensverhandlungen
هاخوا په دوحه کې د څه باندې درې اونیو په تېرېدو هم طالبانو او افغان حکومت پلاوو په رسمي توګه خبرې نه دي پيل شويانځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

طالبان ټینګار کوي چې د بین الافغاني خبرو بنسټ، باید هماغه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې لاسلیک شوی هوکړه لیک وي، خو د حکومت پلاوی بیا ددې لپاره د یوې بلې تګلارې غوښتنه لري.

د پوهنتون استاد ذاکر جلالي وویل، چې د امریکا تر ټاکنو وړاندې افغان سولې بهیر کې پرمختګ ته هیلې نشته.

«د امریکا ټاکنو ته څه باندې شل ورځې وخت پاتې دی، په دې موده کې زه فکر نه کوم چې کوم پرمختګ دي وشي، اوس خبرې په ټپه ولاړ حالت کې دي او لس ورځې کیږي چې مذاکراتي ټیمونو نه دي سره کتلي.»

د جلالي په خبره په دوحه کې د سولي بین الافغاني خبرې به د امریکا تر ټاکنو وروسته هم دوام وکړي.

خو ځینې شنونکي بیا پردې باور دي چې ښايي د دوحي د خبرو بندبست د امریکا تر ټاکنو وړاندې مات شي، ځکه د ولسمشر ټرمپ یو ټاکنیز شعار دادی چې افغان جګړه پای ته رسوي.

اسماعیل شاکر – کابل