1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ تر خپل مرض وروسته بېرته په رسمي ډول راڅرګند شو

۱۳۹۹ مهر ۲۰, یکشنبه

پر کوويد-۱۹ تر اخته کېدو وروسته په خپله لومړۍ رسمي راڅرګندېدنه کې ترمپ ځان روغ وباله. د هغه ډاکټر هم ويلي چې دونالد ترمپ نور بل څوک په دغه مرض نه شي اخته کولی.

https://p.dw.com/p/3jkeR
USA Washington Weißes Haus | Donald Trump, Präsident
انځور: Tom Brenner/Reuters

د کوويد-۱۹ ناروغۍ تر تېرولو وروسته د متحده آيالاتو ولسمشر دونالد ترمپ اوس په لومړي ځل د خپلو پلويانو په مخ کې راڅرګند شو. نوموړي د سپينې ماڼۍ په برنډه کې خپلو ۲۰۰۰ تنو وربلل شوو مېلمنو ته وويل چې «زه ځان ډېر ښه حس کوم.»

دغې راڅرګندوني يوازې ۱۸ دقيقې دوام وکړ. ترمپ له خپلو دغو پلويانو چې ډېر جوخت سره ولاړ ول، غوښتنه وکړه چې په ټاکنو کې دې خپله رايه وکاروي. خو د ترمپ د خبرو اصلي موضوع د قانون او انضباط پلي کول وو. د ترمپ ادارې له دې مخکې ويلي وو چې دا «د حق او انضباط په خاطر يوه سوله يزه مظاهره» ده.

«د ويروس د انتقال خطر نه شته»

د ترمپ د خصوصي ډاکټر په خبره نوموړی له دې وروسته «د نورو له پاره د انتقال خطر» نه پېښوي. دغه خبره شان کونلي په ليکلي ډول هم کړې ده چې په وينا يې د شنبې ورځې  د کرونا تر وروستي تست دغه خبره «د اوسنيو منل شوو معيارونو» له مخې تائيد کړې ده. د هغه د څرګندونو په حواله ولسمشر اوس،‌ يعنې په هغه کې د علايمو د راښکاره کېدو څخه تقريبا لس ورځې وروسته د متحده آيالاتو د سي‌ دي سي نومې د روغتيا ادارې د مقرراتو له مخې خپل قرنطين پای ته رسولی شي.‌ کونلي دا هم وويل چې ۷۴ کلن ترمپ «د څه باندې ۲۴ ساعتونو راهیسې» تبه نه لري ، «ټول علايم» يې «ښه» شوي اومثبت دي.

jj/wa/uh/ن ص/ق ن