1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د درملنې له پاره يوه پوځي روغتون ته وليږدول شو

۱۳۹۹ مهر ۱۲, شنبه

د امريکا ولسمشر د لوړې تبې سره مخ شوی او تر څنګ د ضعف احساس کوي. سپينې ماڼۍ ويلي چې د چارو واګي ترمپ خپل مرستيال، مايک پنس ته نه دي سپارلي. په پام کې ده چې په څو ورځو کې په والتر ريد روغتون کې ترمپ ته يو دفتر پرانستل شي.

https://p.dw.com/p/3jNBD
Washington | Trump Abflug Militärkrankenhaus
ترمپ روغتون ته د تلو پر مهالانځور: Leah Mills/Reuters

امريکايي رسنيو رپوټ ورکړی چې ولسمشر دونالد ترمپ د واشنګتن په شمال کې د والتر ريد پوځي روغتون ته انتقال شوی دی. ترمپ د «اير فورس وان» اړوند يوه چورلکه کې د سپينې ماڼۍ له سويلې لور څخه روغتون ته لیږدول شوی دی.

د «سي ان ان» په ګډون امريکايي رسنيو له لوري په خپرو شوو رپوټونو کې ويل شوي، چې په ترمپ کې په کرونا ویروس د اخته کيدو نخښې شديدې شوي دي.

د سپينې مانۍ روغتيايي سلاکار ويلي دي چې د ترمپ د تبې درجه لوړه شوې، تنفس ایستل يې هم سخت شوي او د ضعيفوالي احساس کوي.

وروسته ترهغه چې د جمعې ورځې په ماښام په ترمپ کې د کرونا ناروغۍ نخښې مخ په ډيريدو شوې، د سپينې ماڼۍ روغتيايي ټيم تصميم ونيوه چې هغه پوځي روغتون ته انتقال کړي. د سپينې ماڼۍ په يوه اعلاميه کې راغلي چې دا یوازي یو احتیاطي اقدام دی.

سي ان ان د خپل رپوټ په ادامه ليکي چې ترمپ په خپلو پښو، له ماسک تړلو او د صحي ټیم پرته د چورلکې په لور ولاړ او تر څو دقيقه يي الوتنې وروسته د والتر ريد روغتون په انګړ کې له چورلکې ښکته شو.

د ترمپ معالج ډاکتر، شان کانلي ويلي دي چې د ترمپ د کرونا ناروغۍ د اعلاج پخاطر هغه ته پادتن ریجنرون پلي کلونل سپارښتنه شوې ده. پردې سربيره، د خوب د خرابولي ضد دوأ، په ورځ کې يوه دانه اسپرين تابليت، ويټامين دي او ملاتونين هم د ترمپ د درملنې له پاره استفاده کيږي.

سي ان ان زياتوي چې ترمپ ته د پادتن مونوکلونل تجويز، د دې ښکارندويي کوي چې د هغه ناروغۍ جدي ده.

د ويلو ده چې دا يو ډول آزمايشي درمل دي چې تر اوسه پوري د امريکا د خوراکي موادو او درملو د نظارت فدرالي ادارې (FDA) له خوا يې د استفادې جواز صادر شوی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د سپينې ماڼۍ له لوري خپاره شوي رپوټونه وايي چې ترمپ د هيواد د چارو د سمبالښت مسئوليت، خپل مرستيال، مايک پنس ته نه دی سپارلي. په پام کې ده په هماغه پوځي روغتون کې ترمپ ته يو دفتر پرانستل شي.

خو ترمپ په يوه ويډیو کې چې په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوي وايي چې هغه او ميرمن يې ښه دي او د خلکو له خواخوږۍ څخه يې مننه کړې ده. ترمپ په دغه ويډيو کې په عادي رسمي دريشي کې ښکاري.

دويچه وله ف/م.ک.ص./ا.ا.