1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سړې هوا له امله په هرات کې ۴۷ روږدي کسان مړه شوې

۱۴۰۱ دی ۲۷, سه‌شنبه

د هرات ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې د مسؤلینو په خبره د روان ژمي، واوري او سختي یخنۍ له امله تر دمګړۍ په دغه ولايت کې لږ تر لږه ۴۷ په نشه یې توکیو اخته کسان مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4MIZd
آرشیف: په یاد انځور کي د نشه یې توکو یوشمیر کارونکي لیدل کیږې
آرشیف: په یاد انځور کي د نشه یې توکو یو شمیر کارونکي لیدل کیږې انځور: Bulent Kilic/AFP/Getty Images

د هرات د نشه یې توکو سره د مبارزې رئیس حیات الله روحاني دویچه ویله سره په خبرو کي وویل چې د ژمي په سړو شپو ورځو کې یې په نشه یې توکیو د روږدو کسانو د ژوند ژغورلو په موخه تر ۴۰۰۰ ډېر روږدي چې پکې ښځي او ماشومان هم شامل دي، را ټول او ګرمو ځایونو ته یې انتقال کړي تر څو د یخنۍ له امله زیات ونه ځپل شي.

روحاني وايي: «هغه معتادين چې په هرات کې ژوند کوي یواځي له هرات څخه نه دي بلکې د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو څخه دغه ولايت ته داخل شوي چې په ټولیز ډول په کنډوالو، هدیرو او سمڅو کي ژوند کوي.»

په ژمې کي د روږدو کسانو د مړينو زياتېدو په اړه انديښنه

د هرات د نشه یې توکیو پر وړاندي د مبارزې رئیس وويل، چې را ټول شوي روږدي تر مينځلو وروسته د درملنې خصوصي او دولتي مرکزونو ته انتقالیږي او درملنه یې کیږې د ده په خبره روږدي له دې امله چې په ساړه ژمې کي يې ژوند ژغورل کیږي، ډیر خوښ دي او هڅه داده چې ډیر کسان له مرګ څخه وژغورل شي او درملنه یې وشي.

هرات د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې د ګاونډي هیواد ایران سره ګډه پوله لري او داسې ادعا کيږي چې زیاتره افغانان په ایران کي په نشه یې توکیو روږدي شوي نو ځکه د مسؤولینو په خبره په دې سرحدي ولایت کي د روږدو کسانو شمیر ډیر زیات دی.

ولي په هرات کي د په نشو اخته کسانو شمېر زيات شوی؟

د نشه یې توکیو پر وړاندي د مبارزي د مسئولینو په خبره د هرات په ښار او یوشمیر ولسوالیو کي دا مهال تر ۲۲ پوري د روږدو کسانو د درملنې خصوصي او دولتي مرکزونه فعال دي چې د سوداګرو، خلګو او طالبانو د حکومت په مرسته په دغو مرکزونو کي د سلګونو روږدو کسانو درملنه کیږي.

ویل کیږي د هرات په ولایت کي تر ۸۰ زره زیات روږدي کسان ژوند کوي چې ډېر شمیر یې سرپناه نلري.

زموږ له آرشیف څخه: