1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآلمان

په افغانستان کې د آلماني پوځ یوه بی پيلوټه الوتکه نسکوره شوې

۱۳۹۹ اسفند ۱۶, شنبه

آلماني پوځ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د «قاطع ملاتړ» ماموریت په چوکاټ کې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکوي. د افغانستان په شمال کې د دغه ماموریت یوه بی پیلوټه کشفي الوتکه را نسکوره شوې ده.

https://p.dw.com/p/3qIAc
Bundeswehr will Kampfdrohnen kaufen
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان په شمال کې د آلمان پوځ د ماموريت پر مهال يوه بې پيلوټه الوتکه لوېدلې ده. د هېرون ۱ ډوله دغه ډرون الوتکه ښايي د تخنيکي عوارضو له کبله د مزار شريف ښار په ختيځ کې په «کنترول شوي ډول» راکوزه کړل شوې وي. دغه خبره د دغه ماموريت د مشرۍ د کومانډو یوه وياند د جمعې په ورځ وکړه چې په وينا يې عسکرو يې اوس د لوېدلې الوتکې ټوټې او په امنيتي لحاظ د مهمو پرزو برخې موندلې دي.

د هېرون ۱ ډوله بې پيلوټه الوتکې په افغانستان کې د څارنې او کشفي فعاليتونو له پاره کارول کيږي. د آلمان پوځ په افغانستان کې د «قاطع ملاتړ» په روزنيز ماموريت کې برخه لري. د سولې د هڅو د ځنډ له کبله معلومه نه ده چې دغه ماموريت به څنګه دوام مومي. خو د آلمان د دفاع وزيرې، آنه ګرېت کامپ کارنباور آلماني عسکر په خپل ناڅاپي سفر کې د تاوتريخوالي زياتېدو ته آماده کړي ول.