1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا کې توپان لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۰ آذر ۲۰, شنبه

د متحده آيالاتو په کنټکي ايالت کې ښايي لږ تر لږه ۵۰ تنه د دغه توفان او بړبوړکي له امله وژل شوي وي. داسې هم کېدای شي چې د تلفاتو شمېر لا پسې لوړ وي.

https://p.dw.com/p/448KM
USA I Tornado trifft Anazon-Lager in Edwardsville
انځور: Robert Cohen/AP/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د کنټکي آيالت والي، اندي بېشيار د ژورنالستانو مخکې وويل چې «زه اندېښنه لرم چې په کنټکي به له ۵۰ زيات کسان وژل وي، ښايي ۷۰ تر ۱۰۰ پورې کسان به وي.»

سختو توفانونو او بړبوړکيو يا ګردبادونو د جمعې په ورځ د امريکا بېل آیالتونه ځپلي ول. په ايلينوي کې تر سلو پورې د آمازون شرکت د يوه زېرمتون د همکارانو برخليک معلوم نه و چې دغه زېرمتون قسماً ويجاړ شوی دی. په کنټکي آيالت کې خرابې هوا بېلې ولسوالۍ ځپلې دي. د والي بېشيار په حواله تر ټولو ستر بړبوړکي په ساعت کې تر ۳۲۲ کيلومترو پورې سرعت درلود چې د کنټکي په تاريخ کې تر ټولو سخت دغه ډول بادونه ول. د مايفېر په ښار کې د شمعو جوړولو د يوې فابريکې بام ونړېد چې ډېر خلک پکې وژل شوي دي. والي وويل چې «تر نيمې شپې دمخه مې بېړنی حالت اعلان کړ.»

USA -Tornado in Illinois
انځور: Chris Phillips/Maverick Media Group/ REUTERS

د امريکا په سويل ختيځ او مرکز کې نور آيالتونه هم ځپل شوي دي. ژغورونکو ځواکونو د آمازون شرکت د کارکوونکو د ژغورلو هڅه کوله چې په ويجاړه شوې ودانۍ کې بند پاتې وو. د ناورين پر مهال له بربوړکيو څخه خبرداری هم ورکړل شوی وو. د امريکايي رسنيو او آنلاين شبکو په انځورونو کې ليدل کيږي چې د ادواردسويل په ناحيه کې پراته د زېرمتون د بام يوه برخه ويجاړه شوې او يو دېوال هم پر دغې ودانۍ چپه شوی وو.

د ايلينوي والي، جی بي پريڅر، وويل چې د ادوادرسويل د وګړو له پاره يې دعا کړې ده. د آمازون وياند، ريچارد روچه، وويل چې ياد شرکت هم روان وضعيت ارزوي. د هغه په خبره «زموږ د کارکوونکو او شريکانو خونديتوب او روغتيا اوس تر ټولو زيات لومړيتوب لري.»

په آرکانزس کې لږ تر لږه يو تن د پالنې په يوه مرکز کې مړ شوی دی چې ۲۰ تنه نور د ځايي رسنيو په حواله هلته بند پاتې ول. د ځايي ادارو استازو وروسته خبر ورکړ چې بند پاتې شوي کسان اوس آزاد کړل شوي دي. په ټېنيسي کې لږ تر لږه دوه تنه هم مړه شول. دغه خبره د ناورين ضد ادارې يوه استازي ځايي رسنيو ته کړې ده.