1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
بشري حقونهایټالیا

له قانونونه د سرغونې ګواښ سربیره د مهاجرو د ژغورني غوښتنه

۱۴۰۱ دی ۱۳, سه‌شنبه

د بې سرحده ډاکترانو مرستندویه سازمان د ایټاليا له قانون څخه د احتمالي سرغړونې ګواښ سربیره په سمندر کې د مهاجرو د یوې کښتۍ چې له بېړني وضعیت سره مخامخ ده د ژغورنې ماموریت اعلان کړ.

https://p.dw.com/p/4Lfu8
Mittelmeer | Rettungsschiff Geo Barents von Ärzte ohne Grenzen
انځور: Daniel Kubirski/picture alliance

د بې سرحده ډاکترانو مرستندویه سازمان یوه ویاند ماوریزیو دیبانه، د دوشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وویل «موږ د مرستې له پاره د هغې کښتۍ پر لور حرکت کوو چې له خطر سره مخامخ ده.»

نوموړی ویره لري چې د ایتالوي چارواکو له غوسې سره مخامخ نه شي، ځکه نوي قانون د ژغورنې د هر ماموریت له پاره شمیر محدود کړی دی، څو د ایټاليا خاورې ته د رسیدونکو مهاجرو شمیر هم محدود پاتې شي. دبانه زیاته کړه چې اوس باید دغه ماموریت د روم تائید ترلاسه کړي.

د مهاجرو ډکي کښتۍ ته د لنګر اچولو اجازه ورکړل شوې

حکومت کولی شي چې غیر دولتي سازمانونو ته هم لارښوونه وکړي، چې له خلکو سره مرسته ونه کړي. بې سرحده ډاکترانو د دوشنبې په ورځ په تویتر کې ولیکل چې دوی د ایټاليا د چارواکو په غوښتنه په ژغورنه کې مرسته کوي. دغه غیر دولتي سازمان ویلي دي چې روم د Geo Barents په نامه د دوی کښتۍ ته په یوه مورد کې امر کړی چې مرسته دې نه کوي، ځکه په خبره یي د دې مورد کنترول د لیبیا په لاس کې دی.

دغه کښتۍ له ۸۵ ژغورل شوو مهاجرو سره بیرته د ستنیدو په حال کې وه چې یو تلیفون یي ترلاسه کړ چې د دوی د لارې په مسیر کې یوه کښتۍ له خراب وضعیت سره مخامخ ده. دبانه وایي چې د ژغورنې اجازې ترلاسه کولو له پاره یي سمدستي له ایټالوي چارواکو سره تماس ونیو، خو ځواب یي ترلاسه نه کړ.

دبانه وویل: «که موږ کښتۍ پيدا کړو او بې له اجازې يي وژغورو، د تیئورۍ له مخې ایټالیا کولی شي ووایي چې نوی قانون مو تر پښو لاندې کړی دی. خو د نړیوالو قوانونو او سمندري کنوانسیونونو له مخې موږ مؤظف یو له هغو کسانو سره چې په خطر کې دي مرسته وکړو.» 

تر ۵۰۰ زیات مهاجر له ډوبیدو ژغورل شوي

هغه زیاتوي چې د دوی ژغورونکې کښتۍ خپل مسیر بدل نه کړ چې مهاجر ولټوي، او د بندر پر لور روانه شوه.

د ایټاليا نوي ښي اړخي لومړۍ وزیري جورجیا مِلونې، د اکتوبر په میاشت کې د دغه هیواد د لومړۍ وزیري په توګه په روم کې خپل کار پیل کړ. د هغې ښی اړخي حکومت په ټاکنیزو کمپاینونو کې ژمنه کړې وه چې ایټالیا ته به د مهاجرو د راتګ مخه نیسي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز