1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې بې ځایه شوي کورنۍ بیرته خپلو ټاټوبو ته ځي

۱۴۰۰ مهر ۹, جمعه

په کابل کې د مهاجرو په کمپونو کې په زرونو مېشتو کورنیو اوس بیرته شمالي ولایتونو ته د تګ سفر پیل کړی دی. دغه کورنۍ په شمالي ولایتونو کې د جګړو له امله کابل ته راکډه شوي وې او په کمپونو کې یې ژوند کاوه.

https://p.dw.com/p/418vZ
Kabul, Afghanistan | Binnenvertriebene aus den nördlichen Provinzen
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د روان میلادي کال په اګست میاشت کې وروسته له هغې چې طالبانو د افغان حکومت پر ضد جګړو ته شدت ورکړ د هیواد له ځينو ولایتونو څخه کورنۍ نورو ولایتونو، په ځانګړې توګه کابل ته کډه شوې. په کابل کې د شهر نو پارک هغه سیمه وه چې د طالبانو د حکومت په لومړیو کې د شمالي ولایتونو د بې ځایه شویو کډوالو په ستر مرکز بدله شوې وه.

د راپورنو له مخې اوس له پلازمېنې کابل څخه د دغو کورنیو ډيرو يې بیرته خپلو اصلي ولایتونو ته تګ پیل کړی دی. د افغان رضاکاره مېرمنو ډلې پرون د پنجشنبې په ورځ یادو کډوالو ته ځانګړي بسونه چمتو کړي تر څو شاوخوا ۱۰۶۸ کورنۍ بیرته شمالی ولایتونو په ځانګړي ډول کندز ته انتقال کړي.

له دغه نادولتي سازمان څخه رفیع الله زحا وویل چې په دغه پروګرام کې هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ هم په پام کې نیول شوي دي ترڅو خپلو ولایتونو ته په رسیدو سره لومړني خوراکي توکي پرې رانیسي. د زحا په خبره موږ د دوی د راتلونکي له پاره هم یو لړ پروګرامونه لرو.

Afghanistan | Bürger fliehen vor Kämpfen zwischen Taliban und Sicherheitskräften
انځور: REUTERS

د هادي په نامه په کابل کې میشت د کندوز ولایت څخه بې ځایه شوي ۳۹ کلن یوه کډوال وویل: «موږ د جګړو له کبله کډه کولو ته اړ شو. زموږ کور ړنګ شو. کور مو ډیر خراب شوی دی.» دغه کډوال زیاته کړه چې اوس باید بیرته خپل ولایت ته کډه شو او بل انتخاب نه لرو. دغه کډوال زیاتوي چې اوس امنیت څه نا څه ښه شوی دی او زموږ په سیمه کې هم امنیت دی.

بل لوري ته د افغانستان اقتصادي وضعیت هم له ترینګلي وضعیت سره لاس او ګریوان دی او ګڼ شمیر افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي چې له کبله یې د دوی ژوند له لا ډیرو ستونزو سره مخامخ شوی دی. د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې د افغانستان د نفوس یو پر دریمه برخه خلک د لوږې له خطر سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي سازمان همدا تیره میاشت د روان کال په ترڅ کې ۶۳۴ زره او ۸۰۰ داخلي بې ځایه شویو کسانو د ثبت خبر ورکړی وو. د ملګرو ملتونو د دغه دفتر په خبره د ۲۰۲۰م کال تر پایه پورې نیږدې ۲،۹ میلیونه نورو افغانانو هم خپل کورونه پرېيښي ول او د هیواد په مختلفو برخو کې میشت شوي ول.