1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د شکنجې په تور د یوه آلماني افسر محاکمه

۱۳۹۹ بهمن ۹, پنجشنبه

په کارلسروهه کي د آلمان فدرالي عالي محکمه نن په افغانستان کي د یوه پخواني افسر په هکله پریکړه کوي چي د سختي جسمي شکنجې او جنګي جنایت له امله په خپل ټاټوبي مونشن کي په تعلیقي حبس محکوم سوی وو.

https://p.dw.com/p/3oVlT
Deutschland | Karlsruhe | BGH | Urteil Berliner Raser-Prozess
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deck

څارنوالۍ او مدافع وکیلانو بیا ددغي پریکړي په مقابل کې د استیناف غوښتنه کړې. د آلمان فدرالي عالي محکمه اوس غواړي دا معلومه کړي چي آیا تورن کس به په خارج کي د یوه افسر په توګه، په آلمان کي مصوونیت تر لاسه کړي او که څنګه.

ویل کیږي چي نوموړي پخواني افسر له بندیانو څخه د تحقیقاتو پر وخت د اخطارونو له ورکولو او تشدد څخه کار اخیستی دی. سربیره پر دې یې د یوه طالب قوماندان جسد د جنګي غنیمت په ډول پر یوه محافظتي دیوال ښکاره کړی وو .

آلماني محکمې کولای سي هغو کسانو ته جزا ورکړي چي د مشخصو جرمونو په کولو سره یې له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کړې وي.

Deutschland I Abzeichen "Open Skies" Abkommen
انځور: dpa/picture-alliance

د جرمني عالي محکمه به اوس دا پریکړه وکړي چي آیا دغه ډول اعمال چی د خارجي ماموریت پر مهال د یوه کس له خوا تر سره سوي وي، هم  جرم حساب کیدای سي او که څنګه.

همدارنګه به په دې اړه هم مشوره وسي چي دغه موضوع به د آلمان د اساسي قانون محکمې ته هم راجع سي. په مشخص ډول به خبره پر دې وي چي ایا تورن کس خلک شکنجه کړي او که نه.