1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل کې د آلمان پخوانی دیپلومات: آلمان موږ يوازې پرې ایښي وو

۱۴۰۱ مرداد ۷, جمعه

په کابل کې د آلمان د سفارت پخواني مشر شا او خوا يو کال مخکې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو په تړاو د آلمان پر حکومت باندې جدي تورونه لګولي دي.

https://p.dw.com/p/4ErxS
Usbekistan, Taschkent | Ankunft eines Bundeswehr-Evakuierungsflugs aus Kabul
انځور: Marc Tessensohn/Bundeswehr/dpa/picture alliance

د «شپيګل» مجلې په حواله په افغانستان کې د آلمان پخواني مشر ين هېندرک فان تېل په دې اړه ويلي دي: «د بهرنيو چارو وزارت موږ يوازې پرې ايښي وو او له تخلیې تر مخه اوونيو کې یې زموږ اټکلونه او عملي وړاندیزونه تر ډېره له پامه غورځول.»

د مجلې د رپوټ په حواله دغه ديپلومات د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه نيټه کابل ته د طالبانو تر داخليدو مخکې په تکرار سره د سفارت د خالي کولو مشوره ورکړې وه. د مجلې په حواله فان تېل همدا راز دا هم غوښتل چې د آلمان د تاسيساتو افغان کارکوونکي تر پلان شوي وخت د مخه بايد له افغانستان څخه و ايستل شي.

فان تېل هغه وخت په افغانستان کې د آلمان مرستيال سفير وو او  د سفارت چارې یې پر مخ وړلې.

د «شپيګل» مجلې د آلمان بهرنيو چارو وزارت ته د دغه ديپلومات هغه بريښنا ليک را خيستی دی چې د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۲مه نيټه یې ليږلی وو او نوموړي پکې په افغانستان کې د حکومت له سقوط څخه خبرداری ورکړی وو.

تېل ليکلي ول: «ورېځې را خپري دي. په راتلونکو ورځو کې د تنا او بريښنا امکان دی.»

د آلمان د حکومت د بحران له ډلې څخه هم فان تېل ژر تر ژره د سفارت د تړلو غوښتنه کړې وه. د «شپيګل» په حواله نوموړي د جمعې په ورځ د کابل تر سقوط د مخه په يوه محرمه غونډه کې خبرداری ورکړی وو: «موږ ډېر وخت نه لرو، باید تخلیې ته ځانونه چمتو کړو.»

 خو پر دې سربيره هم د غونډې ګډونوالو د سفارت د تړلو پريکړه ونه کړه او د دې پر ځای فان تېل بيخي بل ډول سګنالونه ترلاسه کړل. مجلې مخکې ليکلي: لا د شنبې په ورځ يعني کابل ته د طالبانو تر داخليدو يوه ورځ د مخه د افغانستان له پاره د آلمان د حکومت د هغه وخت ځانګړي استازي مارکوس پوتسل نوموړي ته په سفارت کې د پاتيدو مشوره ورکړې وه. هغه ويلي ول چې طالبان به دومره ژر کابل ته رانشي؛ او که کابل ته داخل هم شي نو آلمانانو ته به زيان ونه رسوي.

د مجلې په حواله فان تېل د پوتسل وړاندیز رد کړ او هغه ته یې وليکل: «دا چې طالبان موږ ته زيان رسول نه غواړي، يوه داسې فرضيه ده چې په اثبات نه ده رسېدلې.»

د «شپيګل» رپوټ مخکې ليکلي چې په پای کې فان تېل او د سفارت د امنيتي چارو مسئول له برلین څخه د اړوندو لارښوونو د ترلاسه کولو مخکې تخلیې ته په چمتوالي لاس پور کړ او د حساسو موادو د له منځه وړلو او په څاګانو کې د وسلو خښولو ته یې چمتوالی ونيوه.

تېل بيا د يکشنبې په ورځ يعني د اګست پر ۱۵مه نيټه د نورو ديپلوماتانو او د امنيتي پرسونل سره له سفارت څخه ووت.

د بهرنيو چارو وزارت له رفتار څخه د فان تېل د نارضايتۍ  خبرونه مخکې هم څو ځلي خپاره شوي دي. له افغانستان څخه د ګډوډۍ سره د مل او ناوخته تخلیې د ارزونې په پار د جولای په پېل کې د پارلمان يو تحقيقاتي کميسیون ګمارل شوی دی.

ب. ص/ ن. ز (AFP)