1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستجنوبي کوریا

آلمان په جنوبي کوریا کې د ملګرو ملتونو د قوماندانۍ غړی شو

۱۴۰۳ مرداد ۱۲, جمعه

آلمان د جمعې په ورځ رسماً په جنوبي کوریا کې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د ملګرو ملتونو د قوماندانۍ (یو ان سي) غړی شو. د یو ان سي غړي هېوادونه له شمالي کوریا سره د سرحد حفاظت کوي.

https://p.dw.com/p/4j1hs
د آلمان دفاع وزیر بوریس پېترویس او د یو ان سي مشر، امریکايي جنرال پاول لاکیمره په سیول کې د امریکايي ځواکونو په قوماندانۍ کې مراسمو پر مهال
د آلمان دفاع وزیر بوریس پېترویس او د یو ان سي مشر، امریکايي جنرال پاول لاکیمرهانځور: Soeren Stache/dpa/picture alliance

رويټرز خبري آژانس په حواله، آلمان د جمعې په ورځ (۲۰۲۴م کال د اګست ۲مه) رسماً په جنوبي کوریا کې د یو ان سي غړی شو.

دې سره آلمان د هغو هېوادونو په ډله کې ورګډ شو چې له شمالي کوريا سره د جنوبي کوریا له سرحداتو نظارت کوی او د دواړو کوریاګانو د احتمالي جنګ پېښېدو په صورت کې له جنوبي کوریا دفاع کوي.

آلمان ۱۸م هيواد شو چې د ملګرو ملتونو سازمان د دغې قوماندانۍ چې مشري ېې امریکا کوي، غړی شو. تر دې مخکې ايټالیا په ۲۰۲۳ کې په دغه ډله کې ورګډه شوې وه.

د سویلي کوریا د فدرالي دفاع وزیر پیسټوریس د ملګرو ملتونو له قوماندې څخه لیدنه وکړه
د یو ان سي قوماندان او په کوریا کې د امریکايي ځواکونو مشر امریکايي جنرال پاول لاکیمرهانځور: Soeren Stache/dpa/picture alliance

د آلمان دفاع وزیر بوریس پیستوریس وويل چې دغه اقدام په هندو پسفیک سیمه کې د سولې او ثبات له پاره د برلین د ژمنې یوه «ښکاره اراده» ده. پيستوریس دغه خبرې د جنوبي کوریا په پلازمینه سويل کې د امریکا متحده ایالاتو په پوځي قوماندانۍ کې په همدې ارتباط جوړو شوو مراسمو کې وکړې.

هغه زیاته کړه: «موږ په لاډېره دایمي توګه خپله ژمنه ترسره کوو.»

د آلمان دفاع وزير په خپلو خبرو کې وویل چې یو ان سي په غړیتوب سره آلمان شمالي کوریا سره د جنوبي کوریا د سرحدونو د ساتنې په مسئولیت کې ورګډ شو.

د یو ان سي قوماندان او په کوریا کې د امریکايي ځواکونو مشر امریکايي جنرال پاول لاکیمره، وويل چې د آلمان په غړیتوب سره به په یو ان سي کې موجوده نظرونه او ظرفیتونو متنوع شي.

(Reuters)mks/nz

له ارشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل