آلمان: د افغان پولیسو پر روزنې ۶۸،۵ میلیونه لګښت راغلی
۱۴۰۰ آذر ۲۳, سهشنبهد آلمان په پارلمان کې د کیڼ اړخو د استازي زیویم داګدلین، د یوې پوښتنې په ځواب کې د آلمان حکومت ویلي دي چې دغه هیواد د ۲۰۰۲م کال راهیسې په افغانستان کې د پولیسو پر روزنې شاوخوا ۶۸،۵ میلیونه یورو مصرف کړي دي.
د آلمان حکومت په حواله دغه پيسې په پیل کې د جرمني پولیسو د پروژې دفتر (GPPO) او وروسته بیا د جرمني پولیسو د پروژې ټیم یا ډلې (GPPT) له لارې لګول شوي دي. دا خبر کاتولیکي خبري آژانس را نقل کړی دی.
د دې پروژې په راس کې چې د اګست په ۱۵ د طالبانو واک ته په ورسیدو سره پای ته ورسید، د آلمان د مرکزي حکومت او ایالتونو شاوخوا ۲۰۰ پولیس افسران د خپلو دندو د ترسره کولو په حال کې وو. دوی شاوخوا ۸۰ زره د پولیسو سیمه ایز ځواکونه روزلي دي.
د آلمان حکومت ویلي دي چې د دې ماموریت د ارزونې نهایي رپوټ تر اوسه پورې نه دی بشپړ شوی او تر کار لاندې دی.
د دې ارزونو ترلاسه شوې پايلې او معلومات به ښايي لکه په افغانستان کې د تېر اګست مياشتې تحولاتو ته په کتو سره »په حساس او بحراني وضعيت کې د آلمان د پوځ ښکيلتيا اغيزمنه او له دغو معلوماتو څخه په پکې استفاده وشي.«
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص