1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ډنمارک کي د غیرغربي ښاریانو د جلاوالي طرحه

۱۴۰۰ فروردین ۹, دوشنبه

د ډنمارک حکومت غواړي داسي یو قانون تصویب کړي چي له مخي یې په ښارونو کي له تبعیض سره مخامخ غیرغربي اوسیدونکو کچه چي ۵۰ سلنه ده، ۳۰ سلني ته راکښته کړي. د بشری حقونو سازمانونو پر دا ډول طرحي باندي انتقاد کړی.

https://p.dw.com/p/3rL4M
Dänemark Ghetto Klage
انځور: Philip Davali/Ritzau Scanpix/AP/picture alliance

په ډنمارک کي د بشري حقونو سازمانونه په اندیښنې سره د حکومت د هغې طرحي په مقابل کي خبرداری ورکوي چي په پام کي لري، له نورو په اصطلاح غربي ښاریانو څخه د گیټو یا له ښاره وتلي اوسیدونکو د جلاوالي شخړه ایز قانون لا پسي سخت کړي.

د مارچ په پای کي داسي یوه طرحه وړاندي سوې وه چي پر «موازي ټولنو» باندي متمرکزه ده. د ډنمارک حکومت په دغه اصطلاح سره هغه استوگنځایونه په گوته کوي چي په نظر یې په کافي اندازه د ډنمارک په ټولنه کي نه دي مدغم سوي.

د نوي قانون پراساس په پام کي ده، په راتلونکو لسو کلونو کي، له تبعیض سره مخامخو سیمو «غیرغربي» اوسیدونکو یوه برخه ۳۰ سلني ته راکښته سي او هغه کورنۍ چي دغه قانون پر تطبیقیږي، د هیواد نورو سیمو ته انتقال سي.

همدا اوس هم له تبعیض سره مخامخو ښاري سیمو غیر غربي اوسیدونکو شمیر تر۵۰ سلني زیات نه وي. دغه قانون د هغو ښاري سیمو له پاره د اعتبار وړ دی چي تر ۱۰۰۰ ډیر نفوس لري او د هغوی د نفوسو جوړښت د څلورو معیارونو پر اساس ارزول کیږي: بې کاري، عایدات، تعلیمي او د جنایتونو سطحه.

که څه هم ددغه قانون د تصویب په خاطر په پارلمان کي د رايي اخیستني نیټه نه ده ټاکل سوې، خو ډیر امکان يې سته چي دغه طرحه به د اکثریت وکیلانو د منلو وړ وگرځي.

د بشري حقونو مدافعین په هغه صورت کي چي دغه طرحه په اوسني شکل ومنل سي، د هغې په وړاندي یې د اعتراض اعلان کړی دی.

د بشري حقونو له پاره د ډنمارک انستیتوت کارپوهه، میرمن نانا مارگریتا کوسا په دې هکله څرگنده کړې: «زموږ تشویش دادی چي اتنیکي تعلقات به تر هغه چي اوس دي، لا پسي ډیر د پام وړ وگرځي. موږ ډیر اندیښمن یوو، دا ځکه چي د اتنیکي تعلقاتو په معیار سره، موږ ته د خطر ټول زنگونه وهل کیږي.»

د ملگرو ملتونو سازمان د عالي کمیساري میچل باچله دفتر، حتی تیر کال لا په یوې وینا کي ددغه ډول قانوني تغیراتو د عواقبو پر وړاندي خبرداری ورکړی وو: «د په اصطلاح غیرغربي اوسیدونکو پرضد دغه ډول تدابیرو څخه تر ټولو دمخه هغه کسان اغیزمن کیږي چي سپین پوستي او ډنمارکيان نه دي.»

د تبعیض له ممانعت څخه سرغړونه؟

د نانا مارگریتا کوسا د څرگندوني له مخي د بشري حقونو له پاره په ډنمارک کي له یو څه وخت راهیسي، د په اصطلاح گیتو د مقرراتو پرضد حقوقي شکایتونه رامنځته سوي دي.» موږ په دې نظر یوو چي ددغه ډول قضیو په اړه، په ډیر احتمال سره د تبعیض هغه مسأله مطرح ده چي ملي او اروپايي حقونه تر پښو لاندي کوي.»

د ډنمارک د کورنیو چارو وزارت دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چي د «غیرغربي» اصطلاح له هغو اصطلاحاتو سره سمون لري چي د ډنمارک د احصایې د ادارې له خوا کارول کیږي.

Dänemark Ghetto Klage
د ۲۰۲۰ په مارچ کی د مهاجرو د سخت قانون پرضد احتجاجانځور: Philip Davali/Ritzau Scanpix/AP/picture alliance

د دغي ادارې د معیار پراساس، د اروپايي اتحادیې د دولتونو ترڅنگ، لاندي هیوادونه په غربي هیوادونو پوري اړه لري: بریتانیا، اندورا، آیسلند، لیشتن شتاین، موناکو، ناروې، سویس، واتیکان، کانادا، امریکا متحده ایالات، نیوزیلند او آسترالیا.

د ډنمارک داخله وزارت دویچه ویلي ته څرگنده کړې: «ټول نور هیوادونه د غیر غربي هیوادونو په ډول اعتبار لري. د غربي او غیر غربي هیوادونو توپیر له سیاسي نظامونو، دین، کلتور او یا هم د یوه هیواد له اقتصاد سره هیڅ ارتباط نه لري.»

خو برعکس انتقاد کوونکي بیا دا دلیل راوړی چي د قانوني طرحو دغه ډول به هغه ډنمارکیان چي خارجي ریښه لري او په خاص ډول مسلمانان او هغه کسان چي سپین پوستي نه دي، له تبعیض سره مخامخ کړي.

G.P/N.Z/DW:Online