1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

»ډنمارک امریکا ته د اروپايي رهبرانو په جاسوسۍ کې مرسته کړې«

۱۴۰۰ خرداد ۱۰, دوشنبه

د ډنمارک استخباراتو، د امریکا د ملي امنيت آژانس سره د اروپا د سیاستوالو او رهبرانو د مکالمو په اوريدو کې مرسته کړې ده. په دې بهیر کې د آلمان د صدراعظمې انګلا ميرکل او ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر خبرې هم اوريدل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3uD5u
Illustration Internetanschluss | Breitbandinternet
انځور: picture alliance/dpa/A. Franke

د امریکا ملي امنيت آژانس (ان اس اې) ته د اروپايي هيوادونو او رهبرانو جاسوسی کول، کومه نوې موضوع نه ده. په دې برخه کې تازه خبره دا ده چې ډنمارک د امریکا د ملي امنيت آژانس سره د اروپايي سیاستوالو او رهبرانو د مکالمو د اورويدو په برخه کې همکاري ده.

رويټرز خبري آژانس له یوې ډنمارکۍ رسنۍ «دنيشه روندفونک» په حواله خبر ورکوي چې ډنمارک د امریکا د جاسوسۍ سازمان ته د آلمان په ګډون د څو اروپايي هیوادونو د سیاستوالو او رهبرانو د ټيلفوني مکالمو د اوریدو په برخه کې همکاري کړې ده.

ویل شوي چې د امریکا د ملي امنیت آژانس سره د ډنمارک د استخباراتو سازمان د همکارۍ موضوع، د يادې ډنمارکي رسنۍ له څو آلماني رسنيو سره د تحقیقاتو په نتيجه کې افشا شوې ده. په دې برخه کې د آلمان د «زود دويچه څايتونگ» ورځپاڼۍ او دوو راډیو تلويزيوني شبکو (NDR) او (WDR) نومونه ياد شوي دي.

په آلمان کې د دغه هیواد د صدراعظمې انګلا ميرکل، د آلمان د وخت د بهرنيو چارو د وزير فرانک والتر شتاين مایر او د آلمان د صدراعظمۍ څوکۍ ته د سوسیال ديموکرات ګوند د نوماند پير شټاین بروک خبرې اوريدل شوي دي. د امریکا د ملي امنيت آژانس له خوا دغه مکالمې د ډنمارک د استخباراتو سازمان په مرسته څو کلونه اورېدلي دي.

رويټرز په خپل رپوټ کې زياته کړې ده چې د ډنمارک حکومت هم لږ تر لږه له ۲۰۱۵م کال راهيسي د څو اروپايي هیوادونو د رهبرانو په اړه له جاسوسۍ کولو څخه واقف وو.

د امریکا ملي امنیت آژانس ته د اروپايي سیاستوالو او رهبرانو په اړه د جاسوسۍ امکانات، د ډنمارک د اطلاعاتو پوځي او بهرني سازمان «اف اې» برابر کړي دي.

ويل شوي دي چې د امريکا د ملي امنيت آژانس کارکوونکو د سانداګر ګاردان په جاسوسۍ مرکز کې چې د ډنمارک کوپنهاګن ښار ته نژدې موقعیت لري، د انترنيتي تبادلې له ېوې نقطې څخه په استفادې، د اروپايي رهبرانو په اړه جاسوسې کړې ده. 

د ډنمارک استخباراتي سازمان دغه امکانات، د انترنيتي تبادلې د ېوې نقطې او د انترنيتي خدماتو او اړیکو د لیږد له پاره تر اوبو لاندې نصب کړل شوو کیبلونو له لارې برابر کړي دي.

د ډنمارک حکومت، د دغه هیواد د استخباراتو سازمان او همدارنګه د امریکا د ملي امنيت آژانس تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

فرانک والتر شتاین مایر چې هغه وخت د آلمان د بهرنيو چارو وزير او اوس د آلمان ولسمشر دی، د خبريالانو پوښتنې ته په ځواب کې ويلي دي چې هغه له دغې موضوع څخه خبر نه درلود او د امریکا د جاسوسۍ په اړه د رسنیو له لارې خبر شوی دی.

 دویچه وله ف/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه یو انځوريز البوم هم کتلی شئ: