1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډنمارک غواړي مهاجر و افريقايي هيواد روانډا ته ولېږي

۱۴۰۱ شهریور ۱۹, شنبه

د ډنمارک او د ختيځي افريقا د روانډا هيواد تر منځ د مهاجرت په تړاو يو تفاهم رامنځته سوی دي. د ډنمارک خارجه وزارت ويلي دي چي په پايله کي به يې روانډا ته د مهاجرو لېږد ممکن سي.

https://p.dw.com/p/4Gf6v
د روانډا پلازمېنه کيگالي
د روانډا پلازمېنه کيگالي ـ ډنمارک او بريتانيه غواړي چي پناه غوښتونکي و روانډا ته ولېږيانځور: Victoria Jones/empics/picture alliance

ډنمارک او روانډا د مهاجرت په تړاو د همکارۍ يوه مشترکه اعلاميه لاسليک کړې او خپره کړېده. په دغه اعلاميه کي راغلي دي چي دواړه هيوادونه د يو داسي پروګرام پر جوړولو خبري کوي چي مقصد به يې دا وي چي هغه پناه غوښتونکي چي «ناڅاپه ډنمارک ته راځي، د هغوی د پناه غوښتنې د دوسيې د څېړلو لپاره به روانډا ته لېږل کيږي.»

په اعلاميه کي راغلي دي چي دغه پروګرام به دا انتخاب هم رامنځته کړي چي له ډنمارک څخه پناه غوښتونکي په «روانډا کي مېشت کړل سي.»
اروپايي ټولنې ته تر بل هر وخت ډېر مهاجر راغلي دي
په اعلاميه کي د بهرنيانو او د ادغام لپاره د ډنمارک د وزير کار ديبفاد بېک له وينا ليکل سوي دي:«زه ډېر خوښ يم چي موږ متفق يو... چي زموږ هدف دا دی چي يو داسي ميکانيزم جوړ کړو چي په مرسته يې پناه غوښتونکي له ډنمارک څخه و روانډا ته ولېږلای سو.»

ډنمارک د ۲۰۲۱ کال په جولای مياشت داسي يو قانون تصويب کړ چي په اروپا کي د مهاجرت په وړاندي يو له تر ټولو سخت قانون بلل کيږي. د دغه قانون له مخي ډنمارک کولای سي چي له اروپا څخه دباندي د مهاجرو لپاره مراکز جوړ کړي چيري چي به پناه غوښتونکي ساتل کيږي تر هغو چي د هغوی پر دوسيه کار روان وي.

د پلان له مخي له دې وروسته به هم پناه غوښتونکي اول د ډنمارک پر سرحد د پناه غوښتنه کوي، خو بيا به په يو بل هيواد کي و يو ځانګړي مرکز ته لېږل کيږي.
د ډنمارک حکومت وايي چي د ډيرو هيوادونو سره يې پر ياده موضوع خبري وکړې، خو روانډا يوازنی هيواد ؤ چي ورسره په خبرو اترو او پلانونو کي پرمختګ وسو.
سرچينې: کاناډا په اماراتو کې ځيني بند پاتې افغانان مني
کله چي د ډنمارک په پارلمان کي ياد قانون تصويب سو نو اروپايي کميسيون وويل چي د ډنمارک دغه پلان د اروپايي اتحاديې د پناه غوښتنې د قوانينو سره په ټکر کي دی.

ډنمارک او روانډا په خپله مشترکه اعلاميه کي ويلي دي چي د پناه غوښتنې په تړاو «نړيوال اوسنی نظام کار نه ورکوي» او دا چي په دې برخه کي نوښت ته اړتيا سته.

ويل سوي چي ډنمارک به د روانډا په پلازمېنه کيګالي کي يو دفتر پرانيزي چي پکښي دوه دپلوماتان به پکښي مؤظف وي.
د بريتانيې هيواد هم و روانډا ته د پناه غوښتونکو د لېږد شخړيز سياست اعلان کړی دی خو د قانوني خنډونو له کبله يې پروسه د بندښونو سره مخ ده.

آ./ا.ا./ن.ص.