1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وزیرستان: د یوه ډګرمن په شمول ۶ پاکستاني عسکر وژل شوي

۱۴۰۳ مهر ۱۴, شنبه

د پاکستان پوځ ویلي چې په شمالي وزیرستان کې د پوځ د یوه ډګرمن په شمول شپږ تنه پاکستاني عسکر او شپږ تنه وسلوال وژل شوی دي. د پوځ د اعلامیې له مخې، یاد ډګرمن او سرتیري د شپې پرمهال له وسلوالو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4lRKw
د پاکستان پوځ ویلي چې دغه شخړه په شمالي وزیرستان کې د شپې پرمهال رامنځ ته شوې ده.
د پاکستان پوځ ویلي چې په شمالي وزیرستان کې د پوځ د یوه ډګرمن په شمول شپږ پاکستاني عسکر او شپږ تنه وسلوال وژل شوی دي. انځور: Aamir Qureshi/AFP

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر میاشتې پر ۵مه) د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې په شمالي وزیرستان  کې له وسلوالو جنګیالیو سره د شپې پرمهال د جګړې له کبله د پوځ د یوه ډګرمن په شمول شپږ تنه پاکستاني عسکر او همدا راز شپږ تنه وسلوال وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه پیښه د خیبر پښتونخوا ایالت  په شمالي وزیرستان کې رامنځ ته شوې ده او وايي چې یاد ډګرمن د عسکرو د یوې ډلې مشري درلوده چې د شپې پرمهال له وسلوالو سره په جګړه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه سیمه پخوا د القاعده شبکې د غړو او همدا راز د افغان طالبانو یو له اصلي مرکزونو څخه شمیرل کیدله او وخت نا وخت ترې د پاکستاني عسکرو او وسلوالو ترمنځ د شخړو راپورونه  ورکول کیږي. د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې یا آی. اس. پي. آر په اعلامیه کې همدا راز زیاته شوې چې «د پاکستان امنیتي ځواکونه ژمن دي چې د ترهګرۍ ګواښ له منځه یوسي او زموږ د سرتیرو دغه راز قربانۍ به زموږ هوډ لا پسې پیاوړی کړی.»

دا په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې د طالبانو په بیا ځلې حاکمیت سره په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو  بریدونو شدت موندلی دی او د شمیرو له مخې د پاکستاني طالبانو دغه راز بریدونه درې برابره لوړ شوي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۳م کال کې د ترهګرۍ په مختلفو پیښو کې ۹۳۰ تنه وژل شوي چې زیاتره یې پوځيان دي او له ۲۰۰۰ ډیر بیا په دغه راز پیښو کې ټپيان شوي دي.

هغه پلار او زوی چې په ګینس کتاب کې ۱۱۴ ریکارډونه ثبت کړي