1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې په ماریوپول کې اوکرایني ځواکونو ته ضرب الاجل ټاکلی دی

۱۴۰۱ فروردین ۲۸, یکشنبه

روسیې له اوکرایني ځواکونو غوښتي دي چې د یکشنبې تر ماسپښینه دې ځانونه تسلیم کړي. د اروپایي اتحادیي د کمیسیون مشرې د اتحادیي له غړو هیوادونو وغوښتل چې زر تر زره دې اوکراین ته وسلې واستوي. امریکايي وسلې اوکراین ته رسیدلي.

https://p.dw.com/p/4A2ZG
Ukraine | Mariupol | Soldaten Pro-russischer Truppen in den Straßen von Mariupol
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERS

د روسیې دفاع وزارت ویاید ایګور کوناشنکوف، د دغه هیواد «تاس» خبري آژانس ته ویلي دي چې د اوکرایني سرتیرو د ژوندي پاتې کیدو یوازنې لاره دا ده چې خپلې وسلې پر ځمکه کیږي.

نوموړي خبري آژانس د روسي جنرال میخائیل میزینتسف لیکلي دي: «مونږ د ټولو هغو کسانو د ژوندي پاتې کیدو تضمین کوو چې خپلې وسلې پر ځمکه ږدي.»

میزینتسف د آزووستان په کارخانه کې محاصره پاتې شوو ځواکونو په مخاطب کولو سره وویل چې دوی باید د یکشنبې په ورځ د مسکو په وخت له ۶ تر ۱۳ بجو پورې له کارخانې څخه بی له وسلو ووځي. د اوکراین حکومت تر اوسه پورې په دې اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی.

د شنبې په ورځ د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی و چې د ماریوپول ښار یي نیولی دی، یوازې یو شمیر اوکرایني عسکرو د آزووتسال په کارخانه کې ځانونه نه دي تسلیم کړي.

د ماریوپول ښاروال په خبره د شپږو اونیو راهیسې د روسي پوځ د محاصرې په پایله کې د ماریوپول ۲۱ زره تنه اوسیدونکي وژل شوي دي. د کومې خپلواکې سرچينې له طرفه د دواړو خواو له لورې د ورکول کیدونکو خبرونو د تائید امکان نشته.

ویل کیږي چې د ماریوپول ۳۳۰ زره اوسیدونکي له خپلو کورونو تښتیدلي دي او یوازې ۱۲۰ زره تنه په دې ښار کې باقي پاتې دي.

اوکراین ته د وسلو د لیږلو وړاندیز

د اروپايي کمیسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین، د دغې اتحادیي له غړو هیوادونو وغوښتل هر څومره ژر چې ممکن وي اوکراین ته دې ډول ډول وسلې واستوي.

فون دیر لاین د «بلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې ته وویل: «د اروپایي اتحادیي غړي هیوادونه، هغه چې کولی شي باید چټک لاس په کار شي، ځکه یوازې په دې صورت کې اوکراین کولی شي د روسیې د تعرض په مقابل کې خپله دفاعي مبارزه جاري وساتي.»

د اروپایي کمیسیون مشرې ټینګار وکړ چې د سپکو او درنو وسلو ترمنځ توپير ته نه قایلیږي. نوموړې همدارنګه زیاته کړه: «مونږ باید هر کار چې کولی شو ترسره یي کړو، څو ډاډ ترلاسه کړای شي چې دغه جګړه هر څومره زر چې ممکن وي پای ته ورسیږي. په عین وخت کې باید دې واقعیت ته تیار اوسو چې دغه جګړه کیدای شي په میاشتو او په تر ټولو بد حالت کې کلونو ته وغځیږي.»

د امریکا جنګي تجهیزات اوکراین ته ورسیدل

د امریکا متحده ایالتو د جنګي وسلو او تجهیزاتو یوه بسته اوکراین ته رسیدلې ده. دا خبر د سي ان ان خبري شبکې د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي په حواله چې نه غوښتل نوم یي واخیستل شي خپور کړی دی.

واشنګټن د اپریل په ۱۳ نیټه اعلان کړی و چې له اوکراین سره یي د خپلو پوځي مرستو کچه ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړه کړې ده. د دغو مرستو یوه برخه به زرې موټرې او هلیکوپترونه وي.

د فیبرورۍ په وروستیو کې پر اوکراین د روسیې د برید راهیسې د امریکا متحده ایالاتو حکومت ژمنه کړې ده چې له اوکراین سره به د ۲،۵ ملیارده ډالرو په ارزښت د وسلو مرسته کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.ا