په دایکندي کې د سړک غاړی ماین ۱۵ ملکیان وژلي
۱۳۹۹ مهر ۸, سهشنبهد ولایتي ادارې ویاند ګل آقا ساجدي، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه کسان په یوه کوچني سروس ډوله موټر کې سپاره ول چې په کجران ولسوالۍ کې یې موټر سړک د غاړې پر ماین وربرابر شو.
د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې په سملاسي ډول کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو په خبره یې طالبان په دغه ولسوالۍ کې یو څه نفوذ لري. د ځایي چارواکو په وینا په پيښه کې دوه نور کسان ټپیان شوي هم دي.
دغه چاودنه په یوه داسې وخت کې رامنځ ته کیږي چې افغانستان د تاوتریخوالي له یوې نوې څپې سره مخامخ دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما، د روان میلادي کال په نیمایي کې د ۱۲۸۰ ملکیانو وژل او ۲۱۷۶ کسانو ټپي کیدل ثبت کړي دي.
په قطر کې د سولې پر مذاکراتو سربیره تر اوسه طالبانو یو سراسري اوربند نه دی منلی. په قطر کې دواړه خواوې تر دوو اونیو تیریدو وروسته هم د خبرو اترو پر اجنډا نه دي سره يو شوي.