1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چک پولیسو په يوه لارۍ کې په لسونو مهاجر موندلي

۱۳۹۹ آبان ۱۶, جمعه

د چک جمهوريت پوليسو په لارۍ موټر کې ۴۸ تنه مهاجر موندلي دي. دغو مهاجرو چې ۴۷ تنه يې نارينه او يوه په کې ښځه دي، ويلي یې دي چې غوښتل يې آلمان او هالند ته ځانونه ورسوي.

https://p.dw.com/p/3kwJo
Symbolbild Flüchtlinge in einem Lastwagen Schleuser Migration
آرشيفانځور: picture-alliance/dpa/Police Upper Austria

د چک جهوريت چاراکو د پنجشنبې په ورځ په ېوې لارۍ موټر کې ۴۸ تنه مهاجر موندلي دي. په ظاهره کې دغه مهاجر د سورې هيواد اتباع ښکاري چې غوښتل يې ځانونه آلمان او هالند هیوادونو ته ورسوي.

د پوليسو وياند بوهیمیل ملاسيک، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې دغه مهاجر هغه وخت وموندل شول چې د ګمرګ کارکوونکو لارۍ کې بار پلټه.

تر هغه وروسته دغو مهاجرو پولیسو ته ويلي دي چې له سورېې څخه راغلي دي او موخه يې آلمان او هالند ته رسيدل دي. د چک پوليس اوس هڅه کوي چې د دغو مهاجرو هويت تثبیت کړي.

د مالاسيک په آند، کیدای شي دغه افراد په چک کې خپلې د پناه غوښتنې وړاندې کړي او يا به د چکي چارواکو له خوا بيرته هغه هيواد ته واستول شي چې ورڅخه د چک خاورې ته داخل شوي دي.

چک چې د اروپايي ټولنې يو غړی هیواد دی او په ۲۰۱۵م کال کې په اروپا کې د مهاجرت د بحران له پیلیدو راهیسې د منځني ختيځ او افريقايي هيوادونو د مهاجرو له منلو څخه ډډه کوي.

(AFP) pa/af/mks/sr