1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قبرس د پخواني ولسمشر اشرف غني د پناه غوښتني خبره رد کړه

۱۴۰۰ مرداد ۲۹, جمعه

د افغانستان څخه تللي پخواني جمهوررییس، اشرف غني په قبرس کي د پناه غوښتني عریضه نه ده کړې. دغه خبره د قبرس د حکومت ویاند، ماریوس پیلیکانوس د پنجشنبه په ورځ کړې ده.

https://p.dw.com/p/3zAeF
USA I Washington I Afghanistans Präsident Ashraf Ghani und Präsident Joe Biden
انځور: Jonathan Ernst/REUTERS

د نوموړي په حواله تر اوسه پوري نه زموږ د مهاجرو په اداره او نه هم زموږ په سفارت کي داسي یوه عریضه لیدل سوې ده.

د اروپایی ټولنی غړي هیواد قبرس دغه ویاند د ترکي رسنیو لخوا خپرو سوو هغو معلوماتو په مقابل کي عکس العمل ښوولی دی، چي ویلي یې وه ، قبرس یو د هغو هیوادو د جملې څخه دی چي اشرف غني یې د ورتگ پلان لري.

اشرف غني کابل ته د طالبانو په راتگ سره د یکشنبه په ورځ خپل هیواد پریښود. د همدغي ورځي په ماښام طالبان کابل ننوتل او د جمهوري ریاست ماڼی یې هم ترخپل کنټرول لاندي راوستله.