1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

د پاريس د بريدونو پنځمه کليزه

۱۳۹۹ آبان ۲۳, جمعه

پنځه کاله پخوا په پاريس کې د بريدونو يوې لړۍ ۱۳۰ تنه ووژل. د باتاکلان د کنسرتونو په تالار کې ژوندي پاته شوي کسان اوس د موزيک او هنر د لارې هڅه کوي خپل ناوړه خاطرات شا ته پرېږدي.

https://p.dw.com/p/3lE8Z
Paris | Bataclan Anschlag 2015
انځور: Etienne Laurent/dpa/picture alliance

له موسيقۍ سره مينې د پاريس په باتاکلان تالار کې د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۱۳مه کابو د سېرژ مايستراسي ژوند اخيستی وو. خو دغې مينې له بريدونو وروسته ده ته بېرته قوت هم وربخښلی دی. دغه نن ۶۶ کلن انځورګر او موزيک غږونکي د پاريس له بريدونو وروسته د سندرو ليکنه او کمپوز پيل کړل.

د ده يوه سندره «باتاکلان» هم نوميږي او هغه کيسه رانغاړي چې د زوی له سترګو څخه يې د بريد په شپه څنګه خوب تښتېدلی وو. سېرژ مايستراسي د بريد د پايلو په هکله وايي: «زه بيخي ويرندوکی او ډارن شوی وم. زه له کوره وتلو او په ښار کې د بايسکل چلولو څخه حتی ډارېدم. زما تصور دا و چې زه په نخښه شوی وم.»

د هغه په خبره «د موزيک د لارې مې وکولی شول خپل احساسات او هغه څه چې مې ليدلي‌ وو، بيان او څرګند کړم.»

ترهګري او ټکان ورکوونکې پايله يې

د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۱۳مه تروريستانو د پاريس په بېلابېلو برخو کې ۱۳۰ تنه د حملو او ځانمرګو بريدونو له لارې ووژل. يوازې د باتاکلان د موسيقۍ په تالار کې ۹۰ تنه د يوه کنسرت پر مهال ووژل شول. دا يوازیني‌ بريدونو نه ول چې فرانسه يې په تېرو څو کلونو کې لړزولې ده. د ۲۰۱۵ کال راهيسې ترهګرو څه باندې ۲۵۰ تنه قتل کړي او د زرګونو نورو ژوندي پاته شوو خلکو په اذهانو کې یې رواني او په بدنونو کې فزيکي ټپونه رامنځ ته کړي‌ دي.

ليزا لوي/ن ص/س ر