«په افغانستان کې د تاریاکو تولید زیات شوی»
۱۴۰۰ آبان ۲۶, چهارشنبهد ملګرو ملتونو سازمان له نشه یې توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر(UNODC) د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د نوامبر ۱۶) په ویانا کې وویل چې په افغانستان کې د تاریاکو د فصل د راټولولو په وخت کې چې په جولای میاشت کې پای ته رسیدلی دی ۶۸۰۰ ټنه تاریاک تولید شوي دي چې دا د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۸ سلنه زیاتوالی ښيې.
د افغانستان تاریاک د نړۍ پر غیر قانوني بازار تسلط لري. طالبان چې په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک ته رسیدلی، په افغانستان کې د مخدره توکو د کاروبار اصلي ګټه پورته کوونکې ګڼل کیږي.
د ملګرو ملتونو سازمان له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر د رپوټ پر بنسټ په روان عیسوي کال کې په افغانستان کې له ۱،۸ څخه تر ۲،۷ میلیارده ډالرو پورې د مخدره توکو کاروبار شوی دی.
د افغانستان د اقتصاد راکړې ورکړې یو پر لسمه برخه پر تاریاکو تکیه کوي.
د ملګرو ملتونو د رپوټ په حواله: «د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې راهیسې دوامداره ناڅرګند وضعیت د دې سبب شوی دی چې د اګست او سپټمبر په میاشتو کې د تاریاکو بیې ډیرې لوړې شي او د کوکنارو کښت ته هڅونه لا زیاته شي.» له همدې امله د ملګرو ملتونو بیړنیو مرستو ته اړتیا ته، څو په سیمه کې د کوکنارو کښت د کمولو له پاره بدیلې پروژې پرې تمویل کړای شي، ځکه بزګران اوس د راتلونکي کال د فصل له پاره امادګي نیسي.
سربیره پر دې(UNODC) په افغانستان کې د میتامفیتامین په نوم تحریکوونکي درملو د تولید زیاتیدو خبرداری هم ورکړی دی.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز