1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

د افغانستان د کریکټ راتلونکې، نړیوالې شورا کاري ډله ګمارلې

۱۴۰۰ آبان ۲۶, چهارشنبه

د کریکټ نړیوالې شورا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د کریکټ د راتلونکې ارزولو له پاره یوه کاري ډله ګمارلې ده. دغه کمېته به خپل راپور د کریکټ نړیوالې شورا ته وړاندې کوي.

https://p.dw.com/p/436Lq
Vereinigte Arabische Emirate T20 World Cup Cricket Afghanistan vs Schottland
انځور: Aijaz Rahi/ASSOCIATED PRESS/picture alliance

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په وروستیو کلونو کې د کریکټ په برخه کې د افغانستان د پام وړ پرمختګ د سپورت د ډګر ستره افسانه ده، خو د طالبانو له لوري د افغانستان تر ولکه کولو وروسته دغه جګړه ځپلی هیواد د نړیوالې انزوا له خطر سره مخامخ دی.

آسترالیا له افغانستان سره کیدونکي ټېسټ لوبه له دې کبله وځنډوله چې طالبان دي ښځو ته د کریکټ کولو اجازه ور کړي. په پام کې وه چې دغه لوبه د رواني میلادي میاشتې په پای کې شوې وای.

د کریکټ د نړیوالې شورا (آی سي سي) مشر ګریک برکلی، په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «د آی سي سي بورد د افغانستان د کریکټ ملاتړ جاري ساتلو ته ژمن دی، څو د نارینه وو او ښځینه وو کریکټ وده وکړي.»

په اعلامیه کې د ګریګ له قوله ویل شوي دي چې دوی په دې باور دي چې اغیزمنه لار به دا وي چې په دې برخه کې د خپلو غړو (د افغانستان کریکټ بورډ) ملاتړ وکړي چې دغه څه له نوي حکومت سره د ښو اړیکو له لارې ترلاسه کړي.

که څه هم طالبانو ویلي دي چې دوی به د پخوا په څیر سخت قوانین نافذ نه کړي، چې نجونې له تعلیمه راګرځوي او ښځې به د نارینه پرته دباندې نه شي وتلی.

د افغانستان کریکټ بورډ په دې تړاو د نظر څرګندولو له پاره د رویترز غوښتنې ته کوم ځواب نه دی ویلي.

په اعلامیه کې ویل شوي دي چې د افغانستان د کریکټ د حیثیت د خوندي ساتلو او د افغانستان د کریکټ بورډ په واسطه د مثبت بدلون راوستلو هڅه کوي، خو زیاته شوې ده چې وضعیت به له نزدې څاري او وضعیت ته په کتو به پریکړې کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل