1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د یوه بل واکسین د تطبیق اجازه ورکړه

۱۳۹۹ آذر ۲۹, شنبه

د مدرنا شرکت واکسین په امریکا کې د عامه استفادې جواز ترلاسه کړ. مرستیال ولسمشر او میرمنې ته یي د تلویزونې کامرو مخې ته واکسین تطبیق شو. نیمایي امریکایان په ځانګړي توګه تورپوستي او اقلیتونه پر واکسینولو باور نه لري.

https://p.dw.com/p/3mwvQ
USA | Coronavirus | Impfung Mike Pence
انځور: Saul Loeb/AFP/Getty Images

د امریکا د روغتیا عمومي مرکز ته د فایزر- بیون تک واکسین تر رسیدو پنځه ورځې وروسته، د مدرنا وکسین هم د استفاده کیدو جواز ترلاسه کړ. د دسمبر میاشتې د ۱۸ نیټې په مازدیګر د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس، میرمنه یي او د دغه هیواد د روغتیایي چارو عمومي مشر جروم آدمز، په داسې حال کې واکسین شول چې دغه بهیر په ژوندۍ بڼه د تلویزوني کانالونو له لارې خپریده.

پنس د فایزر- بیون تک واکسین تر تطبیق وروسته وویل: «خلک باید مطمین اوسي. مونږ ډاډمن واکسینونه لرو.»

په امریکا کې د خوړو او درملو مشورتي شورا سپارښتنه کړې وه چې د مدرنا شرکت واکسین ته دې ژر تر ژره بیړنۍ اجازه ورکړل شي. دویم واکسین په داسې یو وخت کې د استفادې اجازه ترلاسه کوي، چې ډیر شمیر امریکایانو د عمومي واکسیناسیون د بهیر هرکلی نه دی کړی.

د اسوشیټډ پریس خبري آژانس د یوې نظرپوښتنې په اساس یوازې نیمایي خلک په بیړه واکسین کیدو ته لیواله دي. د پوښتل شوو کسانو یو پر څلورمه برخې ویلي دي چې واکسین کیدو ته ډیر اماده نه دي او پاتې یو پر څلورمه برخه نورو اصلاً واکسین رد کړی دی.

Coronavirus Impfstoff Symbolbild
انځور: picture alliance/dpa

تر ټولو ډیر امریکایي تورپوستان او قومي اقلیتونه په بیړه د واکسین تطبیق کیدو ته د اجازې ورکولو بدبینه او په اړه یې اندیښمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د الرژیک او عفوني ناروغیو موسیسې مشر آنتوني فائوچي، ویلي دي چې د عمومي وقایې له پاره اړينه ده چې د هیواد له ۷۵ تر ۸۵ سلنه وګړي باید واکسین شي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ تر اوسه پورې په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی او منتخب ولسمشر جوبایډن بیا ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ (د دسمبر میاشتې ۲۱ نیټه) به د خلکو په عمومي محضر کې واکسین ولګوي.

امریکا د دسمبر میاشتې تر ۱۸ نیټې پورې د مړینې له ۳۱۰ زره پيښو سره د کرونا وبا له کبله په نړۍ کې د قربانیانو تر ټولو لوړ رقم لري.

دویچه ویله: ش.ن/ خ.ح