1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

کرونا: په کابل دوو روغتونونه خپلې دروازې وتړلې

۱۴۰۰ خرداد ۲۴, دوشنبه

په کابل کې د کرونا ناروغۍ د درملنې دوو مهمو روغتونو د ډيرو ناروغانو د لرلو له کبله، د نوو ناروغانو پر مخ خپلې دروازې وتړلې. رپوټونه وايي چې نامتو افغان سیاسي څيره قاضي محمد امين وقاد د ورپيښې ناروغۍ له کبله مړ شوی.

https://p.dw.com/p/3usaH
Afghanistan Corona-Pandemie
انځور: Wakil Kohsar/Getty Images/AFP

له کابل څخه رويټرز خبري آژانس د روغتيايي موظفينو له قوله لیکلي دي چې په کابل کې د کرونا ناروغۍ د درملنې دوو مهمو روغتونونه د خالي بسترونو د نشتون له کبله، د کرونا نوي ناروغانو پر مخ خپلې دروازې تړلي دي.

روغتيايي موظفينو د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ويلي دي چې «دواړو روغتونونو، هم د علي جناح او هم افغان-جاپان روغتون د اضافي چپرکټونو او امکاناتو د نه شتون له کبله اړ شول چې خپلې دروازې وتړي.»

افغانستان دا وخت د کرونا د دريمې خطرناکې څپې سره لاس او ګریوان دی او په دغې وبا د اخته شوو او مړينې پيښې پکې په بیسارې توګه ډېري شوي دي. دا په داسې حال کې چې له بلې خوا طالبانو هم حملو ته زور ورکړی دی. 

چارواکو ويلي دي چې په کابل کې دغه دوه روغتونونه د آکسیجن او نورو طبي امکاناتو له کمښت سره مخ دي.

خو د عامې روغتیا وزرات یوه وياند، میرویس عليزی وايي چې دغه روغتونونه کله نا کله د ډېرو ناروغانو له کبله تړلو ته اړ کیږي خو دغه ادعا يې رد کړه چې روغتونونه د طبي امکاناتو له کمښت سره مخ دي. هغه وايي چې د آکسيجن مسئله اوس حل شوې ده.

Afghanistan und die Covid-19-Pandemie Fotoausstellung
چارواکو ويلي دي چې په کابل کې دغه دوه روغتونونه د آکسیجن او نورو طبي امکاناتو له کمښت سره مخ ديانځور: Mariam Alimi

د قاضي محمد امين وقاد د مړينې رپوټونه

له بلي خوا رپوټونه وايي چې د افغانستان نامتو سیاسي څيره او د ديني چارو کارپوه، قاضي محمد امين وقاد د ورپيښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

د افغانستان ملي تلويزيون د وقاد مړينه تائید کړې ده. ځينو رسنیو د هغه د کورنۍ له قوله ويلي دي چې قاضي محمد امین وقاد د زړه او تنفسي ناروغۍ له کبله په حق رسیدلی دی.

د افغانستان د عامې روغتيا وزير وحید مژده تر دې مخکې د کرونا وبا په تړاو خبر داری ورکړی وو چې راروانې څو اوونۍ به ډيرې سختې وي.

د افغان-جاپان روغتون يوه ډاکټر وويل چې دغه روغتون د خالي چپرکټونو د نه شتون له کبله له څو ورځو راهیسې د نوو ناروغانو پر مخ تړلی دی.

د علي جناح روغتون یوه ډاکټر عید ولي هم وويل چې دغه روغتون له ناروغانو ډک دی او اړ شوی چې د نوو ناروغانو پر مخ خپلې دروازې وتړي. هغه وويل کله چې چپرکټونه خالي شي نو بیا به نوي ناروغان ومنل شي. 

ر/م.ک.ص./ن.ز.