1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

بالاخره د آلمان صدراعظمه هم په خپل نوبت سره واکسین شوه

۱۴۰۰ فروردین ۲۸, شنبه

د آلمان صدراعظمې تل ټینګار کاوه چې د کرونا واکسین ترلاسه کولو له پاره به خپل نوبت ته منتظره پاتې شي. بالاخره دغه لوړپوړي آلمانۍ چارواکې د جمعې په ورځ په برلین کې د واکسیناسیون په یوه مرکز کې واکسین شوه.

https://p.dw.com/p/3s9iH
Deutschland | Coronavirus | Impfausweis Angela Merkel
انځور: Steffen Seibert/Bundesregierung/Handout/REUTERS

د آلمان صدراعظمې ته د آسترا زینکا واکسین تطبیق شو. په آلمان کې دغه واکسین تر ۶۰ کلونو د پورته عمر لرونکو کسانو له پاره په پام کې نیول شوی دی.

میرکل وویل: «خوښه یم چې نن مې د آسترازینکا واکسین خپل لومړی خوراک (دوز) ترلاسه کړ. زه د ټولو هغو کسانو چې د واکسین کولو په برخه کې فعالیت کوي او هغو کسانو چې واکسین کیږي څخه مننه کوم. واکسین کیدل پر کرونا وبا د برلاسه کیدو کيلي ده.»

د نړۍ د یو شمیر نورو مشرانو برخلاف د آلمان صدراعظمې د کرونا ضد واکسین ترلاسه کولو پر مهال ځان ښکاره نه کړ. د میرکل ویاند شټیفن زایبرت، په خپل تویتر کې د صدراعظمې د واکسین کیدو د تصدیق یا کارت د یوه ساده انځور په خپرولو سره د میرکل د واکسین کیدو اعلان وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د رابرت کُخ انستیتوت نن د شنبې په ورځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هیواد په کچه پر کرونا ویروس د نویو اخته شوو کسانو شمیر ۲۳۸۰۴  او له کووید۱۹ سره په ارتباط کې د ۲۱۹ کسانو د مړه کیدو خبر ورکړی دی. له دې سره په مجموع کې په آلمان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمیر ۷۹۸۴۷ ته ورسید. په مجموع کې تر اوسه پورې په آلمان کې تر ۳ میلیونه او ۱۲۳ زرو ډير انسانان پر کرونا ویروس اخته شوي دي.

 

آرشیف: د میرکل د سیاسي ژوند په اړه معلومات په دې انځوریز رپوټ کې لوستلی شئ: