1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

څیړنه: کرونا ویروس ډیره موده ژوندی پاتيدلای شي

۱۳۹۹ مهر ۲۱, دوشنبه

د استرالیایي څیړنکو په حواله کرونا ویروس کولی شي پر هموارې سطحې تر ۲۸ ورځو پورې ژوندی پاتې شي، یعنې تر هغې ډیر چې تر اوسه یې تصور کیدی. خو د دې له پاره ویروس ځانګړو شرایطو ته اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/3jmVn
SARS-CoV-2 im Elektronen-Mikroskop
انځور: AFP

له ناروغیو سره د مجادلې د اسرلیایي مرکز مرستیاله دیبي ایاګلس وایي: «د سانتیګریت په ۲۰ درجو او د کوټې په تودوخه کې موږ متوجه شو چې ویروس ډير قوي او مستحکم دی او د ګرځنده تلیفون د سکرین (ښيښې) په څیر هوارو سطحو تر ۲۸ ورځو پورې ژوندی پاتېږي.»

د مبایل پر سکرین د کرونا ویروس د ژوندي پاتې کیدو د مودې معلومول یو لوی انکشاف ګڼل کیږي. د استرالیا د علمي او تحقیقاتي ادارې  Csiro له خوا د ترسره شوې څیړنې پایلې د «ویرولوجي ژورنال» په نوم ورځپاڼه کې خپرې شوي دي.

د دغې څیړنې په حواله په بانکونو کې اوتومات ماشینونه، په سوپرمارکیټونو کې د پخپله خدماتو دخل یا صندوق او په هوایي ډګرونو کې مختلفې سطحې چې ډیر ورسره تماس نیول کیږي او په منظم ډول یې پاکوالي ته رسیدګي نه کیږي، هغه ځایونه دي چې د کرونا ویروس د موجودیت امکان په کې تر نورو ځایونو ډیر دی.

بې رڼا

دغه تحقیق په تیاره ځای کې ترسره شوی دی. د تحقیق په پایله کې معلومه شوې ده چې د لمر وړانګې یا رڼا ډير ژر دغه ویروس لمنځه وړي. په مخکې ترسره شویو څیړنو کې ویل شوي وو چې دغه ویروس د پلاستیک او اوسپنې پر سحطې یوازې درې ورځې ژوند کولی شي.

د انفلوینزا A له پاره هم ورته څیړنو ښودلې ده چې دغه ویروس هم تر ۱۷ ورځو پورې پر سطحو ژوندی پاتېدلای شي. دا د دې ښکارېندويي کوي چې د کرونا ویروس څومره مقاومت لري.

نورې بررسۍ

په آلمان کې د خطري سیمو د ارزونې انیستیتوت په حواله تر اوسه پوري داسې پيښه نه ده رامنځته شوې چې دا ثابته کړي چې کرونا ویروس خلکو ته پر دغه ویروس د ککړو اشیاو یا سطحو سره د تماس په نتیجه کې انتقال شوي وي او په پایله کې یې شخص ناروغه یا اخته شوی وي.

همدا تیره اونۍ د آلمان د طبي ټولنې مشر کلاوس راین هاردت، د سطحو پاکول د کرونا ویروس په څیر وبایي امراضو سره د مبارزې په برخه کې یو اضافي او له ارتیا زیات کار وباله.

fab/sth (afp, rtr)

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: