1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د کرونا ويروس له خطر څخه تر څه وخته په امان کې يوو؟

۱۳۹۹ مهر ۲۴, پنجشنبه

کارپوهان خبرداری ورکوي چې يو ځل په کرونا اخته کيدل، د دفاعي سيستم د خونديتوب په معنی نه دی. د کرونا ويروس کولای شي په دوهم ځل په لا ډیر شدت پر انسان حمله وکړي.

https://p.dw.com/p/3jxao
Coronavirus | Frankreich Marseille Intensivstation
انځور: Reuters/E. Gaillard

د کرونا ناروغۍ د ډيرو پوهانو له پاره يوه مرموزه او ناپيژانده وبا هم ده. خو اوس چې د دغې ناروغۍ له خپريدو نژدې يو کال تيريږي، په اړه يې د هري ورځي په تيريدو نوي معلومات ترلاسه کيږي. اوس کارپوهان هم د کرونا ويروس او هم یې د علايمو په اړه ډير پوهيږي.

د دغې ناروغۍ په اړه وروستي ترلاسه شوي معلومات، د (Lancet) په نوم د عفوني ناروغيو په ځانګړې مجله کې خپاره شوي دي چې دلته يې ځينې مهمې برخي نقل کوو.

دغې مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې د دوهم ځل له پاره په کرونا ويروس د اخته کيدو موضوع باندې تمرکز کړی دی. زیاتوي د دې خطر شته چې په کرونا ويروس اخته شوی کس څو اوونۍ يا څو مياشتې وروسته بيا په دغې ناروغۍ اخته شي، هغه هم د پخوا څخه په ډیره شديده توګه. تر اوسه دا ډول ډير موارد ليدل شوي دي. په وروستي مورد کې د امريکا د نوادا ايالت يو ۲۵ کلن ځوان دی چې وروسته د ۴۸ ورځو يې بیا د کرونا تیست مثبت اعلان شوی دی. خو اوس هغه روغ شوی او له روغتون څخه رخصت شوی دی.

له دا ډول مواردو څخه داسې نتیجه ترلاسه کيږي چې په کرونا ويروس اخته کيدو سره، په راتلونکې کې د دغه ويروس پر وړاندې خونديتوب نه ترلاسه کيږي. برخلاف د دې خطر موجود دی چې شخص د دوهم ځل له پاره هم پرې اخته شي.

په همدې دليل، هغه افراد چې يو ځل په کرونا اخته شوي، بايد د دوهم ځل اخته کيدو په اړه يې ډير متوجه واوسۍ او د مخنيوي له پاره يې پر لازمو سپارښتنو عمل وکړي، لکه د ماسک اغوستل، له نورو څخه فاصله نيول، په صابون او اوبو د لاسونو مينځل او نور.

Italien Corona-Pandemie | Fast 98.000 Corona-Todesfälle in Europa
په کرونا ويروس اخته کيدو سره، شخص په راتلونکې کې د دغه ويروس پر وړاندې خونديتوب نه ترلاسه کيږيانځور: picture-alliance/AP Photo/C. Furlan

د نوادا پوهنتون د علمي پلاوي غړی مارک پاندوری وايي: «دا چې پوه شو چې د بدن دفاعي سيستم په کرونا ويروس د لومړي ځل اخته کيدو څخه وروسته تر څه وخت پورې دوام پیدا کوي، په اړه يې ډيرو تحقیقاتو ته اړتيا لرو.» هغه وايي که څه هم تر اوسه د دوهم ځل له پاره د کرونا پر ناروغۍ د اخته کيدو لږ پيښې ليدل شوي، خو د دې امکان هم شته چې ډيرې پيښې موجودې وي اما تشخيص شوي به نه وي.

د ويلو ده چې د کرونا ویروس علايم، په لومړۍ ځل اخته کیدو پر وخت په ناروغ کې ښکاره شوې وې، په همدې دليل، د دې امکان شته چې په دوهم ځل اخته کيدو سره ويروس د ناورغ په بدن کې موجود وي خو تشخيص شوی نه وي.

په دې ارتباط چې ولې د ناروغۍ علايم سخت شوي، دوه فرضيې موجودې دي: يو دا چې ناروغ په دوهم ځل د ويروس د لا قوی حملې سره مخ شوی وی او بله دا چې ویروس د هغو انتي باډیو په مرسته چې د ناروغ په وينه کې توليد شوې، وشي کړی د بدن پر دفاعي سیستم په لا شديده توګه حمله کړې وي.

څرنګه چې دغه حالت په څو ورته ناروغانو کې ليدل شوی، هغه د دې ښکارندويي کوي چې عفونتي انټي باډيانې د کرونا ويروس احاطه کوي، خو پرځای چې پر وړاندې يې مبارزه وکړي، برخلاف حجرو ته د ویروس د داخلیدل اسانوي چې په نتيجه کې يې د ويروس د تکثير سبب واقع کیږي.

په عین وخت کې کارپوهان وايي دا چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغۍ د تیستونو، د نوو پيښو د ثبتولو او پراختيا په اړه يې کافي امکانات شتون نه لري، نو کارپوهان نه شي کولای د کرونا ويروس ټول ابعاد تشخیص او کنټرول او د جنتيکي ډولونو ظاهري علایم يې ثبت او تحلیل کړي. 

دويچه وله ف/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: