1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا ضد واکسين د چلي له يوې ونې څخه

۱۳۹۹ مهر ۱۳, یکشنبه

په چلي کي د ماپوچه ټبر له دې ونې څخه دوديز درمل جوړوي. اوس د عصري درملو يو شرکت له «قولاجه» نومي ونې له پوټکي څخه کرونا ضد واکسين جوړول غواړي.

https://p.dw.com/p/3jPfM
Seifenrindenbaum | Quillaria brasiliensis
انځور: Public Domain

د کرونا ضد واکسين جوړولو په روانه نړيواله سيالي کي د (Desert King) په نوم د چلي هيواد يو درمل جوړوونکی شرکت په مخکښو شرکتونو کي شمير کيږي. دغه شرکت د (Quillaja) په نوم ونې له پوستکي څخه د ځانګړو موادو د رابېلولو مغلقه طريقه جوړه کړېده چي هيله سته د کرونا ضد واکسين په جوړولو کي به مرسته وکړي. يادې ونې ته په عربي ژبه «قولاجه» ويل کيږي. ياد د چلي هيواد شرکت د ونې له پوستکي څخه پوډر جوړوي چي د دغو موادو رانيونکې د امريکايي ( Novavax) شرکت بريتانوۍ څانګه ده.

ياد شرکت د سپتمبر په ۲۵مه نېټه اعلان وکړ چي له يادو موادو څخه يې د کويد ۱۹ څخه د ساتنې داسي واکسين جوړ کړي دي چي د ازموينې په دريم پړاو کي قرار لري. په دې ترڅ کي به دغه واکسين پر ۱۰ زرو داسي رضاکارانو وازمويل سي چي عمرونه يې د ۱۸ او ۸۴ کالونو تر منځ وي. د نوو واکيس شرکت يولسم شرکت دی چي د واکسين ازمويلو دريم پړاو ته رسيږي.

د چلی هيواد د «دېزرت کينګ» رئيس، اندرېس ګونڅالېس اټکل کوي چي د واکسين د ازموينې له دريم پړاو وروسته به ښايي د ۲۰۲۱ په پيل کي لا د واکسين جوړېدنې پروسه پېل سي. خو دا چي د واکسين د ويش انتظام به څنګه کيږي، دا لا نه ده څرګنده.

طبعي بيولوژيک سرعت زياتوونکی

قولاجه يا (Quillaja saponaria) ونه په خپل تېزخړ رنګ او زيات درزونه لرونکي پوستکي کي د زاپونين په نوم مواد لري. دغه مواد د دې په دې مشهوره دي چي د صابون په شان د مايعاتو پر سطحه اغېز کوي. دا ځکه چي د اوبو سره د تماس سره سم د اوبو پر سطحه زګ شانته نازکه بله سطحه جوړوي. زاپونين د دې لامل کيږي چي د مايعاتو سطحي فشار راکم کړي او په دې توګه د هغو موادو د سره ګډېدو کار آسانه کړي چي يو د بل سره نه ګډيږي، د بېلګي په توګه لکه غوړي او اوبه.

زاپومين پر مايعاتو د ياد اغېز تر څنګ يوه بله دا ځانګړتيا لري چي د بدن د خليو دننه ته د واکسين د انتي ژېن (Antigen) په داخل کولو کي مرسته کوي. ګونڅالېس وايي چي واکسين له دوو برخو جوړ وي «چي يوه برخه يې انتي ژېن او بله برخه يې انتقال کوونکي مواد تشکيلوي.» د نوموړي په وينا په داسي حال کي چي انتي ژېن د بدن مدافعي نظام فعاله کوي، د هغوی د انتقال له پاره د ترانسپورتي موادو اړتيا وي چي دا مواد زاپومين هم لري. د دغه کارپوه به وينا زاپومين د ياد اغېز تر څنګ د بدن د مدافعيت د نظام په غبرګون کي چټکوالی رامنځ ته کوي.

د چلي هيواد ياد درمل جوړونکي شرکت د قلوجه له وني څخه ۵۰ بېل د زاپومين ډولونه تر تحقيق لاندي نيولي او ورڅخه دوه يې مشخص کړي دي. دغه دوه ډولونه د QS7 او QS21 په نوم ياد سوي چي و خليو ته د انتيګېن د انتقال وړتيا لري.

د چلي بومي اوسېدونکو ماپوچه په ۱۷مه عيسوي پيړۍ کي لا موندلي ول چي د قولاجه ونې پوستکی طبي رغوونکی اثر لري. دغه ونې تر ۲۰ مترو پوري جګيږي او تنه يې تر يو نيم متر پوري قطر ته رسيږي. ماپوچه درمل جوړونکو به د ونې پوستکی د ګروړبي د ورکولو له پاره مريض ته ورکاوه. دا چي د دغې وني پوستکی په اوبو کي زګ کوي، نو د طعبي صابون په توګه هم استعمالېدلای سي.

د چلي سره تړاو لرونکی د درملو ياد شرکت غواړي چي د قولاجه ونې په داسي توګه د اړينو مواد د ځيرمي له پاره وکاروي چي ورته کوم ګواښ پېښ نه سي. دغه شرکت غواړي چي د دغو ونو د بقا له پاره هم ځانګړې تګلاره پلي کړي.

م.ګ./ا.ا./ن.ص.
 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (14.08.2020):