1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روزنهآلمان

روزل شوي سپي ۹۴٪ دقیقتیا سره کرونا ویروس تشخیصولی شي

۱۳۹۹ بهمن ۱۷, جمعه

د آلمان د هانوور ښار پوهنتون د وترنرۍ کلینک کې دغه سپي روزل شوي چې ښايي په ډیره ګڼه ګوڼه کې د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوی وکړي. د نړۍ په کچه په هوایي ډګرونو او سپورتي لوبغالو کې لا دمخه سپي په دنده ګمارل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3ovdp
Coronavirus - Corona Spürhunde
انځور: Ole Spata/dpa/picture alliance

د یوې څیړنې له مخې د آلمان د وترنرۍ یو کلینک سپي روزلي دي چې د کرونا ویروس په تشخیص کې یې دقیق والی ۹۴ سلنې ته رسیږي، آن په کرونا ویروس یو کس که د دغه ناروغۍ کوم علایم هم و نه لري.

د آلمان د وسلوالو ځواکونو د خدماتي سپو له ښوونځي څخه وترنره اېستر شالکه، وایِي چي دا سپي د «کرونا ویروس د بوی» پر وړاندې داسې روزل شوي دي چې په دغې ناروغۍ اخته کس د حجرو د بوی پر وړاندې غبرګون ښيې.

د فیلو په نوم درې کلن سپی چې د بلیجم د شیپرد نسل سره تړاو لري او همداشان د کوکر سپانیل د نسل یو کلن جو کوکر، هغه دوه سپي دي چې د هانوور پوهنتون د وترنرۍ په پوهنځي کې روزل شوي دي.

Coronavirus - Corona Spürhunde
د کوکر سپانیل نسل یو کلن جو کوکر سپی د کرونا ویروس د ناروغانو د نومونو د تشخیصولو پر مهالانځور: Ole Spata/dpa/picture alliance

د دغه کلینک مشر هولګر فولک، ویلي دي چې دغو سپو د کووید-۱۹، تر ۱۰۰۰ زیاتو نمونو د ازمویښت په برخه کې د تشخیص دقیقوالی ۹۴ سلنه وو.

فولک په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «سپي کولی شي واقعا د بوی کولو له طریقه په کرونا ویروس اخته او یا هغه کسان چې پرې نه وي اخته تشخیص کړي، که څه هم ناروغان د کووید-۱۹، علایم و نه لري.»

د نیدر زاکسن ایالتي لومړي وزیر شتیفن وایل، ویلي دي چې د دغه څیړنې پایلو یې پام وراړولی او عملا د دغو سپو پر دنده ګمارلو دمخه یې د لا زیاتو ازموینو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده: «اوس موږ په معینو مراسمو او پيښو کې د تېستونو ترسره کیدو ته اړتیا لرو.»

د بوی کولو له طریقه د کرونا ویروس د تشخیصولو له پاره لا دمخه د هیلسنکي، فنلند، سانتیاګو، چلي او د دوبۍ په هوایي ډګرونو کې سپي په دنده ګمارل شوي دي.