1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

په درسي خونه کې له کرونا سره مقابله

۱۳۹۹ مهر ۲۵, جمعه

په آلمان کي د کرونا پيښو زياتیدل او په حضوري ډول د زده کړو له دوام سره څرنګه په درسي خونو کې دکرونا خپريدلو خطر کميدلی شي. د چاپيريال ساتني اداره سپارښتنه کوي چې په هرو شلو دقيقو کي دې کړکۍ د ۵ دقيقو له پاره پرانیستل شی.

https://p.dw.com/p/3k0ux
Deutschland Coronavirus Schulstart
انځور: picture-alliance/dpa/G. Fischer

د آلمان چاپيريال ساتني ادارې د ايالتي وزیرانو له پاره د کرونا خپريدلو په بهير کې په درسي خونو کي د هوا تازه کولو کړنلاره په ليکلي توګه واضح کړې ده.

د کارپوهانو په دې سپارښتنو کې د ښوونځيو ودانۍ په دننه او په درسې خونو کې د پاکې هوا په اړه لارې چارې ښودل شوي دي چې د کرونا ويروس خپريدلو خطر کموي.

د آلمان د چاپيریال ساتني رئيس د پنجشنبې په ورځ د (اکتوبر ۱۵) په دي اړه وويل: «زموږ د وړانديزونو اصلي موخه دا ده چې په درسي خونو کي د هوا د پاکوالې له پاره په هرو شلو دقيقو کي په بشپړه توګه کړکۍ ګانې پوره پنځه دقيقې پرانیستې پريښودل شي.»

د هوا تازه کولو وړ خونو کې زده کړه

هغه وايې، د کارپوهانو له نظره هغه خوني چې دغه کار پکې ممکن نه وې د درسي خونې په توګه د ګټې اخيستنې وړ نه دي. لږ موده مخکي په آلمان کي د کرونا مقابلې له پاره د فاصلي رعايت، ماسک اغوستل او هر وخت د لاسونو مينځل پر ټولو لازمی وو چې په دې سره دغه هيواد د کرونا ناروغانو او قربانیانو د شمير له پلوه د ډيرو اروپايې هيوادونو سره د پرتلني له مخې په ښه وضعيت کې دی.

Deutschland Karlsruhe | Coronavirus | Schule & Lüften
د ټولګيو کړکۍ دې په هرو شلو دقيقو کي د پنځو دقیقو له پاره په بشپړه توګه پرانیستې پريښودل شيانځور: Uli Deck/dpa/picture-alliance

په اوس وخت کي د هوا تازه کول او د کرونا له ګواښ د اپليکيشن څخه په ګټې اخيستنې سره يو ښه چانس دی. د سپتمبر میاشتې په وروستيو کي د کلتور وزيرانو په کنفرانس کې د چاپيريال ساتنې له ادارې څخه وغوښتل شول چې د ټولګيو هوا تازه کولو له پاره له مسلکي پلوه خپل نظر څرګند کړي.

د چاپيريال ساتني ادارې چې کومه کړنلاره جوړه کړي د ايالتي مسؤلينو له خوا د آلمان ټولو ښوونځيو په واک کې ورکول کيږې. د دیرک مسنر په خبره کله چې په تنګه فضا کې يو شمير کسان يوځاي وي، ويروس کولي شي په هوا کې راټول شي. په درسي خونه کې د هوا بدلول او تازه کول د ويروس ليرې کولو له پاره اغيزمنه لار ده.

بدلول لازم، خو ناکافي

د آلمان د چاپيريال ساتني ادارې کړنلاره په پام کې لري چې له ښوونځيو سره مرسته وکړي تر څو په سمه توګه او د امکان تر حده د «درسي خوني هوا تازه کول ترسره کړي.» خو دا طبعي خبره ده چې د هوا تازه کول نه شی کولی چې په بشپړه توګه ژغورونکې اووسې. مسنر خبرداری ورکوي چې په ايالتونو کې د روغتيا ساتنې نورې کړنلارې ډير اهميت لرلي او لرې يې، چې بايد د زده کونکو په شتون کي په ښوونځې کي رعايت شي.

د چاپيريال ساتنې اداره سپارښتنه کوي چې په پرله پسې توګه په هرو شلو دقيقو کې په درسي خونو کي د هوا تازه کولو سره د تفریح زنګ پر مهال هم باید هوا تازه شي. د دي کار له پاره لازمه ده چې ټولې کړکۍ پرانیستل شی تر څو هوا په خونه کي جريان پیدا کړي.

Deutschland, Schutzmaßnehmen in Schulen gegen Covid-19 in Bayern
د هوا جريان پر مهال د حرارت درجه لږ څه ښکته کيږې، هر زده کونکي کولي شي يو اضافه جاکټ واغونديانځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

سم پاکول: د هوا جریان

د دغي ادارې د سپارښتنو له مخې د کړکیو نیم پرانیستل کافي نه دي او سمه لار يې، د امکان تر حده د دواړو مقابل خواو کړکيو بشپړ پرانیستل دي.

ځيني انتقاد کوونکي وایې، په دغه سپارښتنو سره په خاص ډول د منې او ژمې موسم کي په درسي خونو کي سړه هوا به د زده کونکو بدنونه ولړزوي. د دغه اندیښنو پر وړاندې د آلمان د چاپيريال ساتني اداره ډاډ ورکوي: د درسي خونې هوا پاکولو او هم د هوا جريان پر مهال د حرارت درجه لږ څه ښکته کيږې، هر زده کونکي کولي شي يو اضافه جاکټ واغوندي.

دغه راز د کړکیو په بيرته تړلو سره په خونه کي د حرارت درجه په چټکۍ سره پورته کيږي. د آلمان د چاپيريال ساتنی کارپوهان په دې اند دي چې د درسي خونو هوا تازه کول د کرونا ویروس خپريدلو خطر کموي، بله ګټه هم لرلې شي. د کاربن دای اکساید، رطوبت او کيماوي اغیز له درسي خونو بهر ته وباسي. د کاربن دای اکساید ټولیدل او د اکسيجن کمښت په تنگه فضا کې کیدای شي ستړیا رامنځ ته کړي او پکي د ناستو کسانو فکري تمرکز کم کړي.