1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: کرونا په سويلي آسيا کې د ډېرو ماشومانو د مړينې سبب شوې

۱۳۹۹ اسفند ۲۷, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو په يوه رپوټ کې ويل شوي چې د کرونا ويروس وبا په ۲۰۲۰م کال کې په افغانستان او د جنوبي آسيا په نورو هېواد کې په غيرمستقيم ډول د کابو ۲۲۸ زرو ماشومانو د مړينې سبب شوې ده.

https://p.dw.com/p/3qjHw
Mittlerer Osten Gaza Menschen mit Mundschutz
انځور: picture-alliance/dpa/M. Ajjour

د ملګرو ملتونو له خوا د چهار شنبې (د مارچ ۱۷ نيټه) په خپاره شوي رپوټ کې همدا راز زياته شوې چې د نړۍ په دغه برخه کې کابو ۳،۵ ميلیونه ښځې په غير ارادي توګه میندوارې شوي دي. همدا راز په ۱۱ پيښو کې د زيږون پر وخت د مور او ماشوم د مړينې علت هم کرونا وه.

په دې څېړنه کې چې د يونيسف په غوښتنه ترسره شوې وه، ویل شوي چې د کرونا پاندمې له کبله په افغانستان، هند، پاکستان، نيپال، بنګله ديش اوسريلنکا کې چې کابو ۱،۸ میليارده انسانان ژوند کوي، «روغتيايي خدماتو ته لاس رسی محدود وو او له دغو خدماتو څخه ډېره کمه استفاده شوې وه.»

د یونیسف سيمه ایز مشر جيورج لاريا ادجای په دې اړه وويل: «دې اړينو خدماتو ته نه لاس رسی د بې وزلو کورنيو پر روغتيا او خوراک ډېره ناوړه اغیزه لرلې ده.»

نوموړي زياته کړه: «د هغو ميندو او ماشومانو له پاره چې سخته اړتيا ورته لري، ددې خدماتو لرل حياتي ارزښت لري او ډېر زيار باید وايستل شي څو دغه کورنۍ په دې ډاډه شي چې د دې خدماتو د ترلاسه کولو پر وخت له کوم خطر سره نه مخ کيږي.»

د دې څېړنې معلومات په جنوبي آسيا کې د کرونا وبا ترمخه او وروسته د مشاهده شويو بدلونو او ماډلونو څخه ترلاسه شوي دي. په جنوبي آسيا کې په ۲۰۱۹م کال کې ۱،۴ ميلیونه ماشومان چې لا پنځه کلن شوي نه ول، مړه شوي وو چې له دوی څخه ۶۳ سلنه نوي زيږيدلي ماشومان ول.

د دې سيمې په هيوادونو کې هم د نړۍ د نورو برخو په څېر د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه سخت محدوديتونه وضع شوي ول. دغه بندیزونه اوس لغوه شوي دي خو يو شمير ښوونځي لا اوس هم تړلي پاتې دي.

په رپوټ کې زياته شوې، که څه هم چې د روغتيايي خدماتو برخه نه وه تړل شوې خو دې خدماتو ته د مراجعه کوونکو شمير کم شوی وو. د مثال په ډول په بنګه ديش او نيپال کې د هغو ماشومانو شمير چې د خوارځواکۍ له وجې یې عاجلو مرستو ته اړتيا لرله او بايد یې صحي کلينکونو ته مراجعه کړی وای، ۸۰ سلنه کم شوی وو. همدا راز په هند او پاکستان کې ډېر ماشومانو ته اړين واکسين نه دي رسيدلي.

په دې رپوټ کې زياته شوې چې په جنوبي آسيا کې کابو ۴۲۰ ميليونه ماشومان د کرونا وبا له کبله له ښوونځيو خارج شوي دي او خبرداری ورکړل شوی چې نهه میلیونه به ښايي هیڅکله بیرته ښوونځيو ته ستانه نه شي.

دا څه به بيا په کم سن کې د ودونو شمير زيات کړي چې دا به بيا د ۴۰۰ زرو اضافي کم سنه مېندو د حامله کيدو، د مور او ماشوم د مړینې او د ماشومانو د ناسالمې ودې د کچې لوړیدو سبب وګرځي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشیف څخه: