1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فایزر غواړي د کرونا ضد تابلیت جوړولو اجازه ترلاسه کړي

۱۴۰۰ آبان ۱۹, چهارشنبه

واکسینونه په کرونا ویروس د اخته کیدو مخنیوی کوي. خو که څوک په دغه ویروس اخته سي، بیا نو تابلیتونه هم کولای سي د هغه د چټک بهیر ۹۰ سلنه مخنیوی وکړي. په دې برخه کی د شرکتونو ترمنځ سیالۍ رواني دي.

https://p.dw.com/p/42oBW
Pfizer Pharmaunternehmen
انځور: Dado Ruvic/REUTERS

اوس د فایزر امریکایی شرکت هم غواړي د خپل رقیب شرکت، میرک ترڅنگ د کووید ۱۹ پر ضد خپلو تابلیتونو له پاره اجازه نامه ترلاسه کړي.

له یوې رواني پلټني څخه ارقام ډېر هیلي راپیدا کړي: د فایزر  شرکت د رپوټ پر اساس، تر پلټني لاندي تابلیتونو په مرسته، په روغتونونو کي د بستر کیدو او مړیني په پیښو کي ۹۰ سلنه کمښت راځي. دغه تابلیتونه په درملنه کي د کووید ۱۹ ناروغۍ د علایمو تر څرگندولو درې ورځي وروسته د اعتبار وړ دي.

د ویروس د پرمختگ مخنیوی

د«PF-07321332» په نوم، فایزر شرکت دغه درمل د خولې له خوا اخیستل کیږي. په دغو درملو کي مؤثره ماده، اندویپیتاز ۳۰ متوقف کوي. دا ماده یو انزایم دی چي د ویروس پرمختگ تعینوي.

په درملو کي اغیزمنه ماده د عفونت مخنیوی نه کوي، خو کولای سي د ریتوناویر درملو له لږ دوز سره یوځای، د  (HIV)د عفونت د درملني له پاره، د کووید ۱۹ د شدیدي ناروغۍ مخنیوی وکړي.

دغه ارقام د (EPIC-HR) د پلټنو له تحلیل او تجزیې څخه په لاس راځي چي څو اونۍ په برکي نیسي. په دغو پلټنو کي هغه ناروغان برخه اخلي چي مخکي لا د کووید ۱۹ په ناروغۍ اخته سوي دي او پکي د شدیدي ناروغۍ د ودې له پاره یو لوړ خطر موجود وي.

فایزر شرکت چي له آلماني بایونتیک سره یې يوځای د کرونا ضد واکسین جوړ کړی، د دغو لاس ته راغلو نتیجو د »فوق العاده اغېز« خبره يې کړې ده.

فایزر زیاته کړې چي ارقام به یې په ممکنه سرعت سره، د امریکا متحده ایالاتو د غذایی موادو او دارو درملو ادارې له خوا وده پیدا کړي، په هغه ځای کي چي په اوس وخت کي د ژر تر ژره اجازه اخیستلو له پاره د ارزوني بهیر روان دی.

GP/NZ/AG