1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په پاکستان کې د کرونا ضد واکسين د خریدارۍ سیالي

۱۴۰۰ فروردین ۱۶, دوشنبه

په پاکستان کې د اونۍ په پای کې د کووید ۱۹ ضد واکسین د تجارتي خرڅلاو د لومړي پړاو له پیل سره سم په کراچۍ ښار کې په زرونو ځوانان د دغه واکسین د ترلاسه کولو له پاره په اوږدو کتارونو کې ولاړ وو.

https://p.dw.com/p/3rbGQ
Pakistan Sputnik V Impfung
انځور: Akhtar Soomro/REUTERS

د اونۍ په پای کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تجارتي خرڅلاو د لومړي پړاو له پیل سره سم په همدې ووځ د ټولو واکسینونو د خلاصیدو خبر ورکړل شو.

په اوس وخت په دغه هیواد کې د روغتیایي سکتور د کارکوونکو او تر ۵۰ کلونو د لوړ عمر درلودونکو ته په وړیا توګه د واکسین لګولو لړۍ روانه ده. خو دغه بهیر د اړتیا په مقابل کې ډیر سست پرمخ روان دی.

تیره اونۍ حکومت شخصي سکتور ته په تجارتي موخه د واکسین واردولو اجازه ورکړه چې وروسته تر هغې د سپُټنیک V واکسین وارد کړای شو. د دغه واکسین دوه دوزه په ۱۲ زره پاکستاني کلدارو پلورل کیږي.

 ۸۰ ډالره یا ۱۲۰۰۰ پاکستاني کلدارې د عامو خلکو له پاره کمې پيسې نه دي، خو سره له دې هم خلک په ډیرو اوږدو کتارو کې د دغه روسي واکسین د پیرولو له پاره حتی تر ۳ ساعتونو پورې انتظار باسي.

Pakistan Sputnik V Impfung
د روسي واکسین دوه دوزه په اوس وخت کې په دغه هیواد کې په ۱۲ زره پاکستاني کلدارو پلورل کیږيانځور: Akhtar Soomro/REUTERS

د واکسین پیرونکو کې تر ټولو لوړ شمیر د ځوانانو وو، ځکه د حکومت له خوا د وړیا واکسین ترلاسه کوونکو او هغو کسانو کې چې لومړيتوب ورته ورکول کیږي، اوسمهال ځوانان نه دي شامل.

په پاکستان کې د کرونا وبا د دریمې څپې له امله په ولسي کچه د خلکو ژوند ډیر اغیزمن شوی دی او په خلکو کې د کرونا ناروغۍ ویره هم مخ پر ډیریدو ده.

د پلان جوړونې د وزیر اسد عمر د یوه نوي ټویټري پيغام پر اساس په اوس وخت کې په روغتونونو کې د شدید مراقبت په خونو کې د ناروغانو شمیر ۳۵۶۸ ته رسیدلی دی چې دا د کرونا ویروس د خپریدو له پیل راهیسې تر ټولو لوی رقم دی.

په دغه سویل آسیایي هیواد کې تر اوسه پورې په کرونا ویروس د مبتلایانو مجموعي شمیر ۶۸۷۹۰۸ او له همدې وبا د مړو شمیر ۱۴۷۷۸ ته رسیږي.