1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نيویارک کې د نوي ویروس په اړه د کارپوهانو انديښنې

۱۳۹۹ اسفند ۱۲, سه‌شنبه

په نيويارک کې د کرونا نوي بڼې ويروس په ډيرې چټکۍ سره د خپريدو په حال کې دی. کارپوهانو د دغه ويروس په خپريدلو انديښنه څرګنده کړې. ويل کيږې چې په نيويارک کي ۱۳ سلنه پيښې د کرونا نوي بڼې ويروس  پورې تړاو لري.

https://p.dw.com/p/3q6nD
USA | Washington | Biden Einweihung | Denkmal für COVID-19-Opfer
انځور: Carlos Barria/REUTERS

په نيويارک کې د کرونا نوي بڼې ويروس په ډيرې چټکۍ سره د خپريدو په حال کې دی. کارپوهانو د دغه ويروس په خپريدلو انديښنه څرګنده کړې. ويل کيږې چې په نيويارک کي ۱۳ سلنه پيښې د کرونا نوي بڼې ويروس  پورې تړاو لري.

په نيويارک کې د دې ويروس د نوې بڼې له پيدايښت څخه څو مياشتې تيريږې. خو هغه څه چې هلته د کارپوهانو او مسؤلينو د انديښنې سبب شوي په پراخه کچه او چټکۍ سره د کرونا د دغه اوښتې بڼې خپريدل دي.

د نيويارک ښاروال نيل دي بلازيو له خلکو غوښتنه کړې ده چې آرام پاتې شي او ويلې دي چې په اوس وخت کي د »عمومي وارخطاي له پاره کوم دليل نشته«.

هغه په ورته وخت کي ټينګار کړی دی چې د خلکو انديښنې د هغه له پاره د پوهيدلو وړ دي. د لومړي ځل له پاره د ۲۰۲۰م کال په نوامبر مياشت کې په نيويارک کې د کرونا ويروس نوې بڼه وليدل شوه.

په نيويارک کې د کرونا ویروس دغه اوښتې بڼه په ډسمبر مياشت کې په ډيرې چټکۍ سره خپره شوه. اوس ويل کيږې چې ۱۳ سلنه ټولې نوې پيښې د دغه نوي اوښتې بڼې ويروس پورې اړه لري.

لا تراوسه کارپوهان د کرونا دغه اوښتې بڼې ويروس څخه پوره معلومات نه لري. سربيره پردې د کرونا واکسین اغيز پر دغه اوښتې بڼې باندې روښانه نه دی. د دې وړاندوينه کيږې چې ويروس پيژندونکي په څو راتلونکو اونيو کې د کرونا دغه ډول ويروس په اړه ډير معلومات راټول کړي.

د نيويارک ښاروال بيل دي بلازيو خلکو ته ويلي: »تر هغه چې دا ثابته نه شی چې د کرونا ضد واکسین پر دغه اوښتي بڼې ويروس اغيز نه لري، د ناوړه پيښو په اړه کومه انديښنه نه وي.«