1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

د جون تر پایه ۳۳۷ میلیونه دوزه د کرونا واکسین ویشل کیږي

۱۳۹۹ بهمن ۱۶, پنجشنبه

په پام کې ده چې د واکسین د کوواکس پروګرام، له مخې د روان کال د جون میاشتې تر پایه پورې په ټوله نړۍ کې ۳۳۷ میلیونه دوزه اخیستل شوي کرونا واکسین وویشل شي.

https://p.dw.com/p/3orLG
Südafrika Cornavirus Ankunft Impfstoff
انځور: via REUTERS

د «Gavi» په نوم د واکسین نړیوال ائتلاف د چهارشنبې په ورځ په ژنیف کې وویل چې ټاکل شوې ده د نړۍ د ډیر شمیر هیوادونو له پاره ۳۳۷ میلیونه دوزه د استرا زینیکا او ۱،۲ میلیونه د بیونتیک/فایزر واکسینونه  وویشل شي. 

د Gavi رپوټ پر بنسټ په پام کې ده چې دا واکسینونه د نړۍ په ۱۴۵هیوادونو کې او په مجموع کې په هغو هیوادونو کې چې د مرستې غوښتنه یې کړې ده وویشل شي. په دغه ډله کې له افغانستان څخه نیولی تر زمبابوې پورې هیوادونه شامل دی.

په پام کې ده چې د دغو واکسینونو استول د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې پیل شي او په راتلونکو میاشتو کې په اوسط ډول د دغو هیوادونو د نفوس ۳،۳ سلنه برخه واکسین شي.

بیونتک/فایزر یوازنی واکسین دی چې د روغتیا نړیوال سازمان څخه یې بیړنی جواز ترلاسه کړی دی. خو ټاکل شوې ده چې د استرا زینکا واکسین جواز چې د استول کیدو او تسلیمیدو له پاره یو شرط ګڼل کیږي، په راتلونکو اونیو کې ښایي صادر شي.

د Gavi اتحادیې په فهرست کې همدارنګه د کاناډا، سعودي عربستان او سینګاپور هیوادونه هم شامل دي. خو آلمان په دې نوملړ کې نه دی شامل، په داسې حال کې چې دغه هیواد هم د نوموړي ائتلاف په ۱۹۲ غړو هیوادونو کې شامل دی.

هغه هیوادونه چې پخپله یې د خپلې اړتیا وړ واکسینونه تیار کړي دي دغې اتحادیې ته یې غوښتنلیک نه دی وړاندې کړی.

د کووید-۱۹، پر وړاندې د واکسین نړیوال پروګرام کوواکس، له دا ډول پروګرامونو سره په پام کې لري چې د امکان تر حده د هغو هیوادونو ملاتړ وشي چې واکسین ته اړتیا لري.