1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا واکسین د جانبي عوارضو په اړه څومره پوهیږو؟

۱۳۹۹ دی ۸, دوشنبه

په آلمان کې د واکسینولو عمومي پړاو پيل شوی دی، خو هغه کسان چې دې مرحلې ته په تمه ول د کرونا واکسین د جانبي اغېزو په اړه اندیښمن دي. په چټکې سره د دې واکسین تائیدل د ډیرو اروپایانو له پاره د پوښتنې وړ دي.

https://p.dw.com/p/3nHrk
England  Biontech/Pfizer-Impfstoff
انځور: Danny Lawson/empics/picture alliance

د اروپا د درمل جوړونې آژانس د فایزر بیونتک واکسین د استفادې اجازه ورکړې ده او د اروپایي اتحادیي کمیسیون د هغې په تائیدولو سره واکسیناسیون ته لاره هواره کړې ده.

که څه هم ډېر اروپایان د واکسین مصئونه کولو بهیر پيل ته منتظره ول، خو د کار سرعت د ډیرو له پاره د پوښتنې وړ دی؛ تر ټولو ډیر د واکسین د جانبي عوارضو په اړه انديښنې زیاتې شوي دي.

د دریم فاز په آزموېنه کې ډیرو کسانو په پيچکاري شوي ځای کې درد تجربه کړی دی، په مشخص ډول په څیړنه کې د شاملو کسانو له ۶۶ تر ۸۳ سلني پوري. ډيرو نورو بیا د ستړتیا، سر درد، عضلو درد او لړزیدو شکایت کړی دی. ۱۱ سلنه د پاخه عمر درلودونکو او ۱۶ سلنه ځوانانو ویلي دي چې تبه یي لرلې ده.

دوو علمي بنسټونو (روبرت کُخ او پاول ارلیش) دغه موارد د واکسینونو عمومي عوارض بللي دي. په واقعیت کې دغه عوارض د بدن په دفاعي سیستم کې د ناروغۍ د عامل د سم غبرګون ښکارېندویي کوي، یعنې بدن له واقعي ویروس سره د مواجه کیدو په خاطر د تمرین په حال کې دی.

سربیره پر دغو نخښو، په امریکا او بریتانیا کې ځانګړي موارد لیدل شوي دي. د بیلګې په توګه یو تن په آلاسکا کې د واکسین له تطبیق سره سمدلاسه آنافیلاکتیک شوک یا شدید حساسیت سره مخامخ شو. د نړۍ ۲ تر ۵ سلنه خلک کیدای شي د ژوند په مختلفو پړاونو کې آنا فیلاکتیک تجربه کړي؛ هغه څه چې د پروتین په وسیله د ویني د سپينو کورویاتو له ځانګړو انواعو څخه د ترشُح کیدو پورې اړه پیدا کوي.

هغه کس چې په آلاسکا کې وو او مخکې ورته اشاره شوې وه پخوا یي کومه ناروغي یا حساسیت نه درلود، خو له شدیدې نفس تنګۍ او پوست له سور کیدو سره مخامخ شو. په انګلستان کې هم دوو کسانو ورته غبرګون ښکاره کړی دی. په دوی کې د واکسین له تطبیقیدو لږ وروسته شدید حساسیت را څرګند شو، خو توپير یې په دې کې وو چې دغو واړو کسانو په خپله دروغتیایي دوسیه کې د حساسیت سابقه درلودله.

وروسته له دې تجربې څخه الرجي لرونکو کسانو ته سپارښتنه وشوه چې د واکسین کیدو پر مهال دې له ځان سره د آدرالین پیچکاري ولري.

ډيري آلمانان پوښتنه کوي چې د واکسین د غیر عادي جانبي عوارضو په صورت کې باید څه وکړي؟ دا په داسې حال کې چې په هرو ۱۰۰ زرو تنو کې یوازې یوه تن داسې غبرګون ښکاره کړی دی.

لومړی ګام د فامیلي داکتر خبرول دي. داکتران او روغتیایي چارواکي اړونده معلومات د پاول ارلیش انستیتوت ته استوي. د نوموړي شخص د ناروغۍ د سوابقو او شدیدو غبرګونو ارزونه کولی شي د احتمالي مسائلو په اړه روڼتیا رامنځته کړي.

د پاول ارلیش انیستیتوت د"SafeVacc" په نامه یو اپلیکیشن جوړ کړی دی، څو د واکسین هر ډول جانبي عوارض پکې په اسانې سره ثبت کړای شي. سربیره پر دې د آلمان حکومت هم یو انټرنټي پرتال جوړ کړی دی چې اتباع کولی شي د واکسین هر ډول غیر عادي غبرګون پکې ثبت کړي او له دې لارې اطلاع ورکړي.

هغه واکسینونه چې د mRNA په اساس جوړیږي، د واکسینونو نوی ډول دی چې د معمول مطابق میتود، یعنې کمزوری شوی ویروس بدن ته نه ننباسي، بلکې د ویروسي پروتینو د پیچکاري کولو پرځای د mRNA جینیټيکي ماده پيدا کوي چې د ویروس پروتینو ته کوډ ورکوي یا په بل عبارت کوډ یي وربدلوي.

له دې واکسین سره آنتیجن د معافیت سیستم په وسیله پيژندل کیږي او له ناروغۍ سره د مبارزې له پاره اماده کیږي. یعنې کله چې دغه جینیټیکي تګلارې د انسان بدن ته پیچکاري کیږي، عضلاتي حجرې له هغې څخه د ویروسي پروتینو د جوړولو له پاره استفاده کوي.

دا ډول واکسینونه چې د واکسین څلورم نسل بلل کیږي، ډیر ژر تولیدیدلی شي او په دې دلیل چې په لابراتوارونو او د درمل جوړونې په شرکتونو کې جوړیږي، نو د جانبي عوارضو د پټولو او یا یي هم د ردولو امکان نه شته.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب