1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: په غریبو هیوادونو کي به د واکسین نړیوال کمپاین پیل سي

۱۳۹۹ بهمن ۱۶, پنجشنبه

د کوواکس په نامه د واکسین بین المللي پروګرام به ډیر ژرغریبو هیوادونو ته د کرونا ویروس (کووید-۱۹) پر ضد د تقریبأ ۳۴۰ میلیونو دوزونو په لیږلو پیل وکړي. افغانستان ته هم ۳ میلیونو دوزه لیږل په پلان کي دي.

https://p.dw.com/p/3or4d
Distribution und Verteilung des Corona Impfstoffs I  Mississippi
انځور: Paul Sancya/REUTERS

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO ) څخه ان لیند شترند، د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ دریمه) په ژنیو کي وویل، چي غریبو هیوادو ته د کوواکس لخوا د واکسین دوزونو د لیږلو پروګرام ته فقط یو څو قدمه لا پاته او ژر به شروع سي. خو هغې د انتقال د لومړنۍ مرحلې دقیقه نیټه ونه ویله. د هغې په خبره هر هیواد د واکسینونو د اجازې ورکولو مختلفي پروسې لري او ترانسپورټي لاري هم کیدلای سي خطرناکي وي.

د ګاوي په نامه د واکسیونونو د اتحادیې مشر سیټ برکلي، وویل چي د اوسني مؤقتي پلان پراساس کیدلای سي د استرا زینکا شرکت ۳۳۶ میلیونه دوزه ولیږل سي. سربیره پردې د بیونتیک/فایزر د ۱،۲ ملیونه سیروم دوزونو انتقال او ویش هم په پلان کي دي. کوواکس په مجموعي ډول سره د بیونتیک/فایزر ۴۰ میلیونه واکسینونو فرمایش ورکړی دی.

سیټ او لیند شترند ټینګار وکړ چي د واکسینو د انتقال پلان سوی واقعي تعداد کیدلای سي تغیر وخوري. د اوسني پلان له مخې به مثلأ افغانستان ته تقریبأ درې میلیونه، انګولا تر ۲،۵ میلیونه اضافه او کینیا تقریبأ ۴،۲ میلیونه دوزه واکسینونه په لاس راوړي.

Chile Coronakrise Impfkampagne Sinovac
انځور: Esteban Felix/AP Photo/picture alliance

د یونسیف د اجرائیه کمیټې رییسي هِنریتا فور، د سیروم انستیتوت په نامه واکسینونو د تولید یوه هندي شرکت سره د یو اوږدمهاله ګډ کار خبر ورکړ. د هغه په خبره په راتلونکو کلونو کي به دغه شرکت ۱،۱ میلیارده دوزه واکسینونه ولیږي.

په عین وخت کي د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د غریبو او شتمو هیوادونو تر منځ د واکسینو پر سخت غیرعادلانه تقسیم باندي انتقاد کړی دی. د دغه سازمان عمومي منشي تدروس ادهانوم، یوڅو ورځي دمخه خبرداری ورکړی وو چي د کرونا واکسین عادلانه تقسیم له واقعي خطر سره مخامخ دی. هغه زیاته کړې چې دغریبو هیوادونو له خلکو سره  نه باید په بې تفاوتۍ سره عمل وسي.

باید وویل سي چي د واکسین بین المللي پروګرام، کوواکس د همدې عیسوي کال په جریان کي د واکسین تولیدولو پنځو شرکتونو سره د مجموعأ ۲ میلیاردو واکسین دوزو اخیستل ډاډمن کړي دي.