1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا اقتصادي اغیزو په جاپان کې د ځان وژنې پيښې زیاتې کړي

۱۳۹۹ آبان ۲۱, چهارشنبه

په جاپان کې په پرله پسې ډول په څلورمه میاشت یعنې اکتوبر کې هم د ځان وژنې پيښې زیاتې شوي دي. په دغه هیواد کې د ځان وژنې پيښې په تیرو پنځو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي دي.

https://p.dw.com/p/3l9IO
Symbolbild Selbstmord Jugendliche
انځور: picture-alliance/dpa

په جاپان کې په تیرو څلورو میاشتو کې په پرله پسې ډول د ځان وژنې په پيښو کې زیاتوالی رامنځته شوی دی. د ټولنیزو چارو کارپوهان د دې پړه د کرونا ویروس له امله پر رامنځته کیدونکو اقتصادي ستونزو ور اچوي، چې تر ټولو زیات یي ښځې اغیزمنې کړي دي.

د پولیسو له خوا د خپریو شویو ابتدایي شمیرو له مخې په اکتوبر میاشت کې په مجموعي ډول ۲۱۵۳ تنو ځان وژنه کړې ده، چې دا د دې د یوه میاشت مخکې یعنې سپټمبر په پرتله ۳۰۰ زیات دی. همدارنګه دا شمیر د ۲۰۱۵م کال له می میاشتې راهیسې د بلې هرې میاشتې په پرتله لوړ رقم دی.

د اکتوبر په میاشت کې د ځان وژونکو په ډله کې ۸۵۱ تنه یې ښځې وې، چې دا شمیر د ۲۰۱۹م کال د همدې میاشت په پرتله د ۸۲،۶ سلنه زیاتوالی ښيې. بل لور ته د سړو د ځان وژنې په پيښو کې ۲۱،۳ سلنه زیاتوالی رامنځته شوی دی.

ټولنیزو فعالانو ویلي دي په داسې حال کې چې په جاپان کې تر تیر جولای میاشت پورې په پرله پسې ډول کمښت را روان وو، خو د کرونا ویروس له کبله پر اقتصادي وضعیت رامنځته شویو اغیزو له کبله د ځان وژنې په پيښو کې زیاتوالی پيل شوی دی.

دوی وایي چې له دې وضعیت نه ښځې ډيرې اغیزمنې کیږي چې د خدماتو په سکتور کې دندې کمیږي او په پایله کې يي ښځې بی روزګاره کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په جاپان کې د ډیرې پخوا زمانې راهیسې ځان وژنه له خجالت او سپکاوي څخه د ځان ژغورنې د یوې طریقې په توګه عملي کیږي. د نړۍ په پرمختللو یا صنعتي هیوادونو (G7) کې د ځان وژنې تر ټولو ډيرې خواشينې کونکي پيښې په جاپان کې رامنځته کیږي.

کله چې په ۲۰۰۳م کال کې په جاپان کې ۳۴۴۲۷ تنو ځان وژنه وکړه، نو حکومت د دغو پيښو د کمولو له پاره تر ۲۰۰۷ م کاله پورې یو جامع پروګرام پیل کړ.

د دې پروګرام له مخې حکومت او شرکتونه د داسې اشخاصو او ډلو پيژندنه کوي چې د هغې د ځان وژنې په اړه اندیښنه موجوده وي. دوی د داسې کسانو د ستونزې د حلولو د کوښښ ترڅنګ هغوي ته سلا مشورې هم ورکوي. خو سره له دغو ټولو هڅو په جاپان کې د ځان وژنې لړۍ پای ته ونه رسیده او تیر کال تر ۲۰ زرو ډیرو کسانو ځان وژنه وکړه.

رویټرز: ش.ن/ب.ص