1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د بایونتیک او مودرنا واکسین معافیت به دوامداره وي؟

۱۴۰۰ تیر ۱۱, جمعه

د امریکايي کارپوهانو د پلټنو پراساس د «ام آر ان اې» واکسینونه د کرونا ویروس په وړاندي دومدار اغیز لري. که دغه واکسین د کرونا د نوي ډول په نتیجه کي له اساسي تغییراتو سره مخامخ نه سي، نو بل نوي واکسین ته به یې اړتیا نه وي.

https://p.dw.com/p/3vwoT
Themenbild,Symbolbild  Impfung gegen das Corona Virus
انځور: Frank Hoermann/SvenSimon/picture alliance

د هغو پلټنو له مخي چي د نیچر په مجله کي خپاره سوي، د «ام آر ان اې» واکسینونه چي د بایونتیک/ فایزر او مودرنا واکسینونه له همدغه ډول څخه دي، کولای سي د څو کلونو له پاره د کووید ۱۹ ناروغي په وړاندي مقاومت وکړي. په دغه رپوټ کي راغلي دي چي که دغه واکسین د کرونا د نوي ډول په نتیجه کي له اساسي تغیراتو سره مخامخ نه سي، نو د هغه بل نوي واکسین لگولو ته اړتیا نه لیدل کیږي.

په دغو پلټنو کي د«ام آر ان اې» د واکسینونو اوږدمهاله تاثیرات ارزول سوي او نور واکسینونه لکه ویکتور چي اجازه نه ده ورکړل سوې، په هغه کي نه شاملیږي.

د«بي» سلولونو اوږدمهاله اغیز

د واشنگټن د سنت لوئیس له پوهنتون څخه د علي العبادي په مشري د پلټني دغه ټیم، په ځانگړي ډول د  (Germinal Center) یا د تخمونو مرکز تر پلټني لاندي نیولی چي تر عفونت او یا هم واکسین لگولو وروسته د لنفاوي په غدو کي تشکیلیږي.

Bildergalerie über die Varianten des neuen Coronavirus
انځور: Sascha Steinach/ZB/picture alliance

په دغه برخه کي د بي لینفوستونه یا سلولونه پریکړنده نقش لري. دغه سلولونه د ویني په سپینو کرویاتو پوري مربوط دي او کولای سي د پلازما سلولونه تولید کړي چي انتي باډي ترشح کوي.

د بي او ټي لینفوسیتونه د تطبیقي ایمني سیستم رامنځته کوي. دغه ایمني سیستم کولای سي خپل ځان د یوې ناروغۍ له نوي یا تغیر سوي شکل سره عیار کړي.

د تخمونو مرکز (Germinal Center) په غیر معمول ډول فعال پاتیږي

د دغي پلټني په نتایجو کي راغلي چي زموږ مطالعات دا ښيي چي د کرونا ضد «ام آر ان اې» واکسینونه د تخمونو په مرکز کي د بي سلولونه تحریکوي چي دغه قوي ایمني تولید، هومورال ممکنوي.

معمولاً د بي سلولونو د تخمونو مرکز په یوه ویروس باندي تر اخته کیدو او یا هم د واکسین په لگولو سره ۱۴ ورځي وروسته په ځانگړي ډول فعاله وي چي وروسته یې فعالیت ډیر ژر راکمیږي. خو دغه پلټنه ښيي چي په ټولو ۱۴ گډون کوونکو کي چي د «ام آر ان اې» واکسینونه یې لگولي ول، د دغه واکسین د اولي دورې تر لگولو ۱۵ اونۍ وروسته هم د بي سلولونه فعال ول او د حافظې سلولونه هیڅ نه وه راکم سوي.

د کرونا په وړاندي د دوامداره معافیت سلولونه؟

مخکي له دې د فبرورۍ په میاشت کي کارپوهانو ثابته کړه چي جوړ سوي کسان حتی په کرونا باندي تر اخته کیدو اته میاشتي وروسته هم د خپلو هډوکو په ماغزو کي د معافیت سلولونه درلودل. دغه پلټني اوس ښيي چي په روغ سوو کسانو کي د لینفوسیت بي د حافظې سلولونه ښايي یو کال د انسان په بدن کي فعال وي. که دغو کسانو ته واکسین ولگول سي نو ښايي د هغوی د معافیت سلولونه د کرونا د ویروس په وړاندي د ډیر وخت له پاره پاته سي.

د دغو پلټنو پراساس، که د وخت په تیریدو سره د سارس کووید ۱۹ ویروس جوړښت یا نوعیت له اساسه تغیر و نه کړي، نو یوازي هغه کسان به چي د بدن معافیتي سیستم یې ضعیف وي لکه زاړه خلک، د کرونا د واکسین دوباره لگولو ته اړتیا ولري.

GP/NZ/Alexaner Freund