1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د کرونا دوهمه څپه

۱۳۹۹ آبان ۲۹, پنجشنبه

د افغانستان حکومت د کرونا د دوهمي څپې خبره کړې ده. د عامي روغتيا وزارت ويلي دي چي د ۲۰۲۱م کال تر پايه پوري به ۲۰سلنه افغانان د کرونا واکسين ته لاس رسی ولري.

https://p.dw.com/p/3lY1N
Afghanistan Coronavirus Alltag
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د افغانستان د عامي روغتيا وزارت سرپرست، احمد جواد عثماني پرون چهارشنبه د يوې خبري ناستي پر مهال وويل، څرنګه چي اوس افغانستان د کرونا د دوهمي څپې په درشل کي دی، نو کابينې پريکړه وکړه چي د واده صالونونه دي د قوس مياشتي تر پايه تړلي وي.

د هغه په خبره پريکړه سوې ده چي د واده صالونونه د قوس مياشتي تر پايه بند دي او ددغه حکم د عملي کولو له پاره د عامي روغتيا وزارت، کابل ښاروالي او مربوطه ادارې په ګډه کار کوي.

نوموړي همدارنګه په افغانستان کي د کرونا له دوهمي څپې سره د مبارزې له پاره د ولايتي کميټو د کارونو له پيل څخه هم خبر ورکړ او له خلکو يې وغوښتل چي ګاونډيو هيوادونو ته دي له غير ضروري سفرونو څخه ډډه وکړي.

د افغانستان د عامي روغتيا وزارت د شميرو له مخي، په تيرو ۲۴ ساعتونو کي د کرونا ۲۴۳ مثبتي پيښي ثبت سوي او ۷ کسان ترې مړه سوي دي.

تر اوسه پوري په کرونا باندي په مجموعي ډول ۴۳ زره او ۹۲۴ کسان اخته سوي دي، ۱۶۴۵ کسان مړه او ۳۵ زره ۲۹۵ بيرته روغ سوي دي.

د افغانستان له پاره د کرونا واکسين

د افغانستان د عامي روغتيا وزارت سرپرست خبرداری ورکوي چي افغانستان د کرونا واکسين د په لاس راړولو څخه شاوخوا نهه مياشتي فاصله لري او له خلکو يې غوښتي دي چي په خپل ورځني ژوند کي دي روغتيايي تدابير په پام کي ونيسي.

هغه څرګنده کړه چي افغانستان له هغو ۹۲ هيوادونو څخه دی چي د واکسين د نړيوال ائيتلاف او نورو نړيوالو همکارانو په مرسته ورته واکسين آماده کيږي. خو د ۲۰۲۱م کال تر نيمايي پوري به واکسين د ټولو له پاره بازارونو ته راووزي. او د ۲۰۲۱م کال تر پايه به ۲۰ سلنه افغانان له دغه واکسين څخه برخمن سي.

Ag/ گ.پ/ ن.ز